لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صوبايي اسمبلۍ غړي: حکومت د خېبرپښتونخوا نویو ضلعو سره د مالي مرستې لوظونه نه دي پوره کړي


په پخوانۍ فاټا کې د اصلاحاتي کمېټۍ مشري د هغه وخت سېنېټر سرتاج عزیز کوله
په پخوانۍ فاټا کې د اصلاحاتي کمېټۍ مشري د هغه وخت سېنېټر سرتاج عزیز کوله

په پخوانیو قبایلي سيمو کې اصلاحاتو لپاره په کال 2016 کې د سېنېټر سرتاج عزيز په مشرۍ کې اصلاحاتي کمېټۍ ژمنې کړې وې چې د قامي مالياتي کمېشن اېوارډ د لاندې به د راتلوونکو لسو کلونو دپاره قبایلي ضلعو ته هر کال یو سل ارب روپۍ ورکول کيږي چې دغه جنګ ځپلې او وروسته پاتې سيمو کې زر تر زره پرمختګ وشي او د صوبې د نورو ضلعو سره د ترقۍ، پرمختګ او سهولتونو په سفر کې برابر شي.

خو د راپورونو شمیرې او د صوبايي اسمبلۍ غړی وايي حکومت د خېبرپښتونخوا نویو ضلعو سره د مالي امداد دغه وعدې نه دي پوره کړي.

د سرکاري سرچينو تر مخه د کال 2018 نه تر کال 2020 پورې وفاقي جکومت د درې کلونو حساب سره څه 300 بلين روپۍ يا څه درې سوه اربه روپيو کې د دې فنډ صرف 37 فيصدي يعنې 112 ارب روپۍ فنډ دې سيمو ته جاري کړی دی.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د ډېره اسماعيل خان نه د حکومت مخالف ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ غړی احمد کنډي وايي تر اوسه د اېن اېف سي اېوارډ د لاندې د کوم درې فيصدي فنډ قباېلي ضلعو ته ورکولو ژمنې شوې وې هغه نه دي پوره کړی شوي او بل صوبايي حکومت دا هم ډېر لوې زیاتی کوي چې کوم فنډ جاري شوی هم دی هغه يې په وخت نه دي لګولي.

د خېبرپښتونخوا اسمبلي
د خېبرپښتونخوا اسمبلي

ښاغلي کنډي وايي د صوبايي اسمبلۍ د غړي په هېث صوبايي حکومت ته دا تجويز ورکوي چې په دنيا کې په دې وخت کې د ټولو نه چې کوم مهم ځای دی هغه افغانستان او ورسره تړلې دا ضم شوې قباېلي سيمې دي نو صوبايي حکومت ته پکار دي چې په هنګامي بنيادونو دلته ترقياتي کارونه وکړي.

هغه وویل حکومت ناکامه شوی چې دغه نوي ضلعي د ترقۍ په لحاظ د نورو ضلعو برابر راولي.

د مومند ضلعې نه د حکومت مخالف ګوند عوامي نېشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی نثار مومند هم وايي د پخوانۍ فاټا خلکو ته اوس هم کار روزګار او نوکرۍ نه ورکول کيږي او په سیمه کې یې ترقياتي کارونه هم د نيشت برابر دي. هغه وايي که په وخت په دغه سيمو کې ترقياتي کارونه ونه شو او د خلکو ستونزې هوارې نه شوې نو وېره لري چې د دغه جنګ ځپلې سيمو د امنيت وضع به نوره هم خرابه شي.

هم د مومندو نه د واک من پاکستان تحريک انصاف ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړی ساجد مومند وايي وفاقي حکومت د پخوانیو قباېلي سيمو د پرمختګ لپاره عملي ګامونه اخلي او په دې حقله يې د خبرو اترو او مهمو فېصلو لپاره کمېټۍ هم جوړې کړې دي.

ښاغلی مومند وايي په دغه سيمو کې ستونزې شته خو وايي د هغه په خيال مرکزي حکومت خپلې پوره هڅې کوي، وزيراعلا هم خپل پوره کوشش کوي. هغه وايي امید کوي چې فنډ به په دې کې رکاوټ نه جوړيږي.

ساجد مومند وویل که د اېن اېف سي برخه کې ور سره د سند او نور صوبايي حکومتونه خپل کردار ادا کړي نو دوی څه ترلاسه کولی شي سیمې به د ترقۍ په لحاظ زر راپورته شي. هغه زیاته کړه په دې لړ کې مرکزي او صوبايي حکومتونه په پوره سنجيدګۍ لګيا دي کار کوي.

د پاکستان انګرېزۍ ورځپاڼې ډان د پخوانۍ قباېلي ضلعو لپاره د فنډ د نيشتوالي په اړه په خپله يوه اداريه کې ليکلي دي چې د پخوانۍ فاټا د صوبې سره انضمام يا يوځای کولو سره کوم اميدونه او امکانات پېدا شوي وو که هغه ژمنې پوره نه شوې او دغلته زر تر زره د اولس په ژوند کې څه بدلون رانغلی نو د کلونو راهسې د ترهګرۍ نه اغېزمن شویو دغه خلکو ژوند باندې به د ګاونډي هېواد افغانستان کې د موجوده صورتحال منفي اثرات او نتيجې دې سيمو کې هم ښکارېدی شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG