لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې به دیواني مقدمې یو کال کې فېصله کیږي


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ وداني

د خېبر پښتونخوا حکومت د انگریز د وخت قانوني ضابطه کې بدلون کړی دی چې ترمخه به یې عدالتونه د دیواني مقدمو فېصله په یو کال کې کوي.

په دې اړه اعلان د گل، دوشنبې، په ورځ د صوبې اعلا وزیر پرویز خټک په یو خبري غونډه کې وکړو.

په دیواني ضابطه کې د ترمیم په اړه د خېبر پښتونخوا مشر سرکاري وکیل یا ایډوکیټ جنرل عبدالطیف یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته وویل عدالت به پابندي وي چې د دیواني مقدمې ابتدايي اورونه په دوو میاشتو کې سر ته ورسوي، ټوله مقدمه به د کال دننه فیصله کوي او په اپیل به په فېصله په ١٥ ورځو کې کوي

په پاکستان کې مقدمې په قانوني توگه په دوو برخو کې ویشل شوي دي، دیواني او فجداري.

د دیواني یا د سول قانون د لاندې په عدالتونو کې زیاتره مقدمې د جایداد په سر شخړو، کورنیو جگړو او د شهري حقونو سره تړلې وي. د قوجدارۍ یا د کرمینل قانون دلاندې مقدمې د جرمنو سره تړلې وي.

په عامه توگه دیواني مقدمې، په خصوصي توگه هغه چې د ځمکو د تقسیم یا وراثت سره تړلې وي، په کلونو کلونو چلیږي. په ځیني موقعو خو پکې مدعیان مړه شي او په عدالتونو کې ناتمامې مقدمې یې وارثانو ته پاتې شي.

په دیواني او فوجداري مقدمو کې د انصاف د ځنډ نه طالبانو په اکثرو موقعو گټه اخیستې او په خلکو کې د خپل مقبولیت لپاره ددغه ډول جگړو فېصلې په څو ساعتو د ورکولو دعوې کوي.

د صوبايي حکومت د فیصلې نور تفصیل د خبریالې سعدیه قاسم شاه رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:01 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG