لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خېبرپښتونخوا کې سېلابونو د امکان له امله حکومت ځینو ضلعو ته امدادي پېسې او سامانونه ورکړي دي


د پي ډي اېم ای ترجمان تېمور علي وي او ای ډيوه ته وايي چې په صوبه کې د سېلاب د امکان په اساس بره چترال، کوز چترال، دير، چارسده، کوهستان، نوښار او شانګله حسان ترينې ضلعې ټاکل شوي دي
د پي ډي اېم ای ترجمان تېمور علي وي او ای ډيوه ته وايي چې په صوبه کې د سېلاب د امکان په اساس بره چترال، کوز چترال، دير، چارسده، کوهستان، نوښار او شانګله حسان ترينې ضلعې ټاکل شوي دي

د پشکال په موسم کې د سېلابونو د خطر له امله د خېبر پښتونخوا حکومت د بېړني صورتحال دپاره منصوبه جوړه کړې ده چې ترمخه يې چارواکي وایي ځینو ضلعو ته خصوصي پېسې او غیر خوراکي امدادي سامانونه ورکړی شوي دي.

د موسمياتو محکمه وايي چې د موسمي بدلون او نړيوالې تودوخي له امله د نورو بارانونو په څېر د پشکال بارانونو په وخت او مقدار کې بدلون راغلی او شدت يې سېوا شوی دی۔ ادارې سږ کال پشکال موسم دوران د صوبې په علاقو کې د زياتو بارانونو له امله د سېلابونو راتلو اندېښنه هم ښودلې۔

بلخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې يا پي ډي ايم ای د صوبې ووه ضعلې د سېلابونو د امکان په اساس حساسې تاکلې دي او ټولو ضلعو ته يې په دې مد کې فنډونه جاري کړي او غېرخوراکي اړونده مواد هم متعلقه ادارو ته ورکړل شوي دي۔

په دې حلقه د ادارې مرستيال مشر محمد فهيم اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي: " بارانونه مخکې وروسته تللي دي او دغه شان د پشکال بارانونو په اړه دا پېشنګويي ده چې په لږ وخت کې ډېر باران ووشي او په خېبر پښتونخوا کې به د پشکال باران د خپل وخت نه لږ سېوا وي دې وجې نه مونږه ويلې شو چې د صوبې په ځينو علاقو کې د سيلاب او په سيندونو کې د زياتو اوبو راتلو امکان هم شته."

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي ادارې په خېبر پښتونخوا کې د پشکال په بارانونو کې د څه قسمه بدې پېښې مخنيوي او د خلکو خوندي کولو لپاره بېړنۍ منصوبه جوړه کړې او ټولو ضلعو ته يې په دې اړه پېسې هم ورکړي دي.

د ادارې ترجمان تېمور علي وي او ای ډيوه ته وايي چې په صوبه کې د سېلاب د امکان په اساس ووه ضلعې حساس ترينې ټاکل شوي دي."په دې منصوبه کې مونږه د ټولو ضلعو د وسايلو اندازه لګولې ده او چې کومې حساس ترين ضلعې ګرځول شوي دي په هغې کې بره چترال، کوز چترال، دير، چارسده، کوهستان، نوښار او شانګله شامل ده."

نوموړي دا هم وويل چې په حساس ضلعو کې سوات، ملاکنډ، ټانک، ډي ايي خان، تورغر، کوز کوهستان، کوهستان پټن او پېښور شاملې دي.

هغه دا هم وويل چې ټولو ضلعو ته په دې مد کې فنډونه جاري شوي او اړونده غېر خوراکي مواد او سامانونه هم متعلقه ادارو ته سپارلې شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د صوبې په مختلفو سيمو کې د سېلاب راتلو وړاندې خلکو ته اطلاع ورکولو لپاره په سيندونو او خوړونو ډيجيټل ميشنان لګولي او د هغې په مرسته د اوبو د مقدار نګراني کېږي او په کومو سيندونو کې چې د سېلاب خطره وي نو هلته به د وړاندې نه مقامي ابادۍ ته اطلاع ورکول کېږي چې ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.

ياده دې وي چې دا مياشت د بارانونو له امله هم د صوبې په مختلفو سيمو کې خلکو ته مالي او ځاني زيان اوړېدلې او دغې دوران شوې ګلۍ فصلونه خراب کړي دي.

د موسمياتو محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه په خېبر پښتونخوا کې به د پشکال بارانونه د جولايي ړومبۍ يا دوېمې هفتې څخه د شروع کېدو امکان دی او د بارانونو لړۍ به تر د سپتمبر اخرا پورې دوام لري.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG