لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د مشال خان په وژنه کې د ککړو تنانو سزاګانې زیاتول غواړي


مشال خان
مشال خان

په کال 2018 کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په الزام وژل شوي طالب علم مشال خان پلار او د خېبرپښتونخوا حکومت د مشال خان په وژنه کې د سزا شویو کسانو سزاګانې زیاتوولو دپاره سپریم کورټ ته خواستونه کړي دي.

د مشال خان د وژنې په مقدمه کې سزا شویؤ دریالسو تنانو هم د خپلو سزاګانو په ضد سپریم کورټ ته خواستونه کړي دي.

سپریم کورټ دا ټول خواستونه منظور کړي دي خو د اوریدنې یا سماعت دپاره یې څه غوڅه نیټه نه ده ټاکلې.

د مشال خان پلار اقبال خان وي او ای ډیوه ته ویلې چې ستر عدالت خو د دوئ اؤ خیبر دپښتونخوا دصوبايي حکو مت خواستونه قبول کړې دي خو داسې ښکاري چې په دې کې به ډیر وخت ولګي ځکه چې عدالت د وژنې قضیه کې دککړو سزاوار شوؤ تنانو خواست هم قبول کړو.

اقبال خان وایي دوئ غواړي چې د مشال خان قاتلانو ته سختې نه سخته سزا ورکړل شي چې بیا څوک داسې ګام پورته نه کړي.

مشال خان د کال 2018 د اپریل په میاشت کې د پوهنتون دننه د مذهب دسپکاوي په تور د تشدد په نتیجه کې ووژل شو.

د مشال د قتل په اړه پولیسو دخپلو پلټنو په پایله کې ویلې وؤ چې په مشال خان د مذهب دسپکاوي تور سم نه و او د هغه د د مذهب دسپکاوي څه ثبوت نه دی ترلاسه شوی

د مشال خان د وژنې مقدمه د ترهګرهۍ ضد یو عدالت کې چلیدلې وه اؤ پولیسو د هغه د قتل په تور 57 ملزمان نیولي ؤ اؤ یو تن ته د تېزندۍ، پېنځوؤ ته د عمر قید اؤ پنځه ویشتو ته دڅلور، څلور کاله قید سزا شوې وه اؤ نور د ثبوتونو دنشتوالي له امله عدالت خوشې کړي وؤ.

پاکستان کښې د بشري حقونو خپلواکه کمېشن اؤ د بشري حقونو نړیوالو تنظیمونو خپلو رپوړتونو کې ویلې چې پاکستان کې د مذهب قانون په ذاتي شخړو کې په ناسمه ډول استعمال کیږي. دغو تنظیمونو غوښتلي چې پاکستان د دغه قانون د ناجایز استعمال مخه ونېسي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG