لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا پوليسو د خر په ځای کولال داغلی


د پښتونخوا په شبقدر سيمه کښې پوليسو د قتل په مقدمه کښې خر نيولی دی او سره د خرگاډي یې د يوې ښځې د مرگ په تور کې بندي کړی دی.

دا خر به تر هغې بندي وي تر څو یې عدالت د خوشي کیدلو اجازه ورکړي. د پوليسو دغه فیصلې د پښتو ژبې دا متل په رښتیا هم ژوندې کړلو چې وايي د خر په ځای کولال داغل.

دا هغه خر دی چې د پښتونخوا پوليسو د مرگ په تور کې نيولی دی
دا هغه خر دی چې د پښتونخوا پوليسو د مرگ په تور کې نيولی دی

د شبقدر پوليس واي د خر مالک تښتيدلی او دغه خر يې په د اکتوبر په ٢٩ د مال مقدمه په توگه نيولی دی. دا ځکه چې د خر گاډي او د چينگچي په ټکر کښې په چينگچي کښې ناسته يوه ښځه مړه شوې او په ټکر کښې د خر سترگه هم خوږ شوې ده چې علاج پټۍ يې شوي دي خو دا خر تر ننه پورې د یوې ودانۍ په ستنه پورې تړلې ولاړ دی. مقامي خلک ورته د خوراک بندوبست کوي خو ولې ځاي خلک واي موسم يخ شوی دی او د خره سمه خسمانه نه کيږي. د خره د بندي کيدو په اړه په ميډيا کښې رپوټونه خواره شوي او په سوشل ميډيا يې د خوشي کيدو په اړه غوښتنې شوې دي.

د شبقدر يوې بلې تاريخي پيښې ته مو پام راگرځوم. دا د کال ١٨٩٨ خبره ده چې د ازادۍ د مبارز حاجي صيب ترنگزو مجاهدينو په شبقدر کښې د سکهانو د وخت جوړې قلعه باندې يرغل اوکړو او د فلعه غټ ور يې مات کړو. په قلعه کښې ميشت انگريزان او سکهان يې ووژل. دا قلعه رنجيت سنگ په کال ١٨٣٧ کښې په دې نيت جوړه کړه چې د مهمندو د لښکرو په پېښور د يرغلونو مخه اونيسي.

د کاميابې حملې وروستو مجاهدين بيرته ستانه شول خو د هغه وخت انگريز پوځي چارواکو دغه ور د پوځي سزاگانو سره سم کورټ مارشل کړو او دواړه تمبې يې د سلو کالو پورې د سزا په توگه په زنځيرونو وتړلې. د تمبو د سزا وخت پخوا پوره شوی دی خو دغه تاريخي تمبی لا اوس هم په دغه قلعه کښې په زنځيرونو کښې دي. انگريزانو د پيښې په سزا کښې د شبقدر په خلکو اته روپۍ جرمانه هم کور په سر لگولې وه. انگريز پوځي چارواکو دغه ور ځکه سزا کړو چې دی دومره قوي نه و چې د يرغل مخه يې نيولی وه.

دا هغه دروازه ده چې انگریزانو قید کړې ده
دا هغه دروازه ده چې انگریزانو قید کړې ده

د ور نه علاوه په دغه قلعه کښې د وينسټن چرچل هغه کټ هم خوندي دی چې د انگلستان دغه حکمران پکښې اوده کيدو. چرچل چې کله د يو ځوان پوځي په حيث دې سيمې ته تلی و نو په ياده قلعه کښې استوگن و. د دير او ملاکنډ ايجنسۍ په گډه پوله په چکدره کښې هم د چرچل پيکټ شته ځکه چې ښايي چرچل په دغه سيمه کښې د پښتنو د پاڅون خلاف جنگيدلی و.

صبر! د انگريز يوه بله ناوياته درته يادوم. يو انگريز پوځي افسر چې جيمز سکويډز نوميدو په لنډيکوتل کښې په کال ١٨٩٨ يوه ونه په زنځيرونو تړلې ده او لا تر ننه بنديوانه ده. واقعه داسې وه چې جيمز نشه و او ده دا احساس کړل چې دغه ونه په ده پسې روانه ده. ده سمدستي خپل ماتحت سپاهي ته حکم ورکړو چې دا ونه په زنځيرونو وتړئ او حکم يې سمدستي اومنل شو.

په دغه ونه یوه تختۍ ليکل شوې ده چې په انگریزۍ ژبه پرې ليکل شوي دي I am under arrest یا زه بنديوانه یم. انگريز لاړو خو په شا يې د آيف سي ار تور قانون لا پاتې دی چې د قبايلي پښتنو د بشري حقونو نه يوه لويه سرغړونه ده.

د ونې په تړلو مې ذهن ته دا خبره هم راغله چې که انگريز هر څومره زورور و خو د انگريز په اعصابو يوازې د قبايلو پښتنو د يرغلونو ويره نه وه بلکه د ونو بوټو نه يې هم ويره کيده.

او په دې ونه لگېدلې تختۍ وايي "زه بنديوانه یمه"
او په دې ونه لگېدلې تختۍ وايي "زه بنديوانه یمه"

سوچ مې کوو چې اوس دې خر ته به سړی څنگه اوايي چې خفه کيږه مه ته خو بيا هم د شبقدر پوليسو په مال مقدمه کښې نيولی يې او بلکل په گاونډ کښې درسره قبايلي علاقه ده چې مومند ايجنسي ورته واي ته لږ ورشه چې د ايجنسۍ د بادشاه پولټيکل ايجنټ سره د نور اختيار نه علاوه د ۴٠ ايف سي ار يوه دفعه ده چې په علاقاي ذمه وارۍ کښې د کور د سړو سره سره ماشومان، ښځې او بوډاگان هم بندي کوي. او څه خلک دغې قبايلي سيمو ته ازادې علاقې واي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG