لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې د بارانونو له امله د مړو شوؤ کسانو شمېره 59 ته رسېدلې


د خېبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې د متواتر بارانونو له امله د کچه کورونو غورځېدو اؤ نورو پېښو کې لږ تر لږه 15 کسان نور مړه شوي اؤ 12 ژوبل شوي دي.

د قدرتي افتونو په مهال د مرستو د دولتي صوبایي ادارې له مې په مردان کې څلور، خېبر کې درې ، مومند ضلعه کې دوه اؤ په باوجوړ اؤ ملاکنډ کې هم دوه دوه کسان په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي دي.

پي ډي ایم ای پخپلو تازه شمیرو کې ښکاره کړې ده چې د 12م اپریل راهسې راښکې شوؤ بارانونو کې تر اوسه بیلابیلو پېښو کې د مړو شوؤ کسانو شمېره 59 ته رسېدلې اؤ 72 کسان ژوبل شوي دي.

دا دولتي اداره اوایي چې په مړو شوؤ کسانو کې 33 ماشوما، 14سړي اؤ 12 ښځې شامل دي.

رپورټ کې ویل شوي چې خېبر پښتونخوا کې په دې بارانونو کې ټولو 2زره اؤ 883 کورونو ته زیان رسیدلی چې په دې کې 436 کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د بارانونو له امله د خلکو د مړینو اؤ کورونو راغورځېدو زیاتره پېښې په خېبر،دیر، چترال، سوات، باجوړ،شانګله ، مومند اؤ ملاکنډ کې مخې ته راغلي دي

صوبایي حکومت اعلان کړی چې د بارانونو له امله د زیانمن شوؤ کورنیو د مرستو اؤ امدادي فعالیتونو لپاره یې 11 کروړه روپۍ جاري کړي دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د اوسنیو بارانونو له امله تېره ورځ صوبه کې تر 30م اپریل د روغتیایي بېړني حالت پرځای کولو اعلان هم کړی ؤ.

د پښتونخوا اکثره سیمو کې د روانو بارانونو لړۍ اوس تم شوې ده خو څېړونکي وایي دې بارانونو ولاړو فصلونو ته هم زیان رسولی دی اؤ په خاصه توګه د غنمو تیار فصلونه یې زیانمن کړي چې له دې امله په روان کال کې د پاکستان دننه د غنمو پیداوار له ټاکلي هدف کم کیدای شي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG