لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا حکومت: پنجاب نه صوبې ته د اوړو اؤ‌ غنمو په راوړلو بندیز لګول شوی


دخېبر پښتونخوا صوبایي وزير کامران بنګش ويلي د پنجاب نه د اوړو او غنمو په راوړلو بنديز لګول شوی او ډير کم مقدار کې اوړه پښتونخوا صوبې ته راوړل کيږي۔

بلخوا د اوړو کاروباريان او د اوړو د ملونو مالکان وايي د پنجاب نه د اوړو او غنمو په راوړلو د بنديز له امله نرخونه ورځ تربله سېوا کېږي، او په صوبه کې ډير ملونه د غنمو نه ترلاسه کیدو له وجې بند شوي دي۔

کامران بنګش په يو ټويټ کې ليکلي د څلور کروړه ابادۍ د پاره څو ټرکه وړه راليږل د ایين او قانون پامالي او د بې حسۍ انتها ده، ۔

بلخوا د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي خېبر پښتونخوا ته د ارزانو اوړو څ د ليږلو لړۍ پېل شوې ده چې دیو کلو اوړو بیعه به څلویښت روپۍ وي.

نوموړې ويلي په وړومبي پړاؤ کې په هزاره اوپېښور کې په سلو ګرځنده سټورونو کې دغه اوړه په ارزانه بيعه ورکول کېږي او په راتلونکې کې به دا مقدار نور هم زياتوي،

خو کامران بنګش ويلي په څو ټرکه اوړو د ولس تير باسل د ایين او قانون پامالي او د بې حسۍ انتها ده،

د اوړو يو کاروباري حمايت خان وايي د شلو کلو د اوړو قيمت د پنځلو سوؤ نه تر شپاړسو سوو روپو ته رسېدلی دی،

هغه وایي دوي به د روژو پورې شل کلو اوړه د حکومت په رعايتي نرخونو تر يوولسو سوو پورې خرڅول خو اوس د حکومت لخوا په رعايتي نرخونو ورکړل کيدونکې اوړه بند شوي نو ځکه د اوړو بيعې سېوا شوي دي،

"د صوبائي حکومت په رعايتي نرخونو اوړه هم بند شوي، او د پنجاب نه په اوړو او غنمو دبنديز اوازې هم مارکيټ کې موجود دي چې د اوړو بعې ورسره سېوا شوي دي"

پېښور کې د اوړو بل کاروبار کوونکي حاجي رامبېل وي او ای ډیوه ته وويل دوي به وړاندې په ازاده د پنجاب نه اوړه راوړل خو اوس خېبر پښتونخوا ته داخليدونکو لارو باندې ځائ په ځائ چېک پوسټونه جوړ شوي او اوړه خېبر پښتونخوا نه راپريښودل کيږي،

"پنجاب کې اوړه د خېبر پښتونخوا په مقابله کې ارزان دي، خو پېښور ته په راوړلو يو د ګاډي خرچ راځي، بل د پنجاب حکومت بنديز لګولی نو اکثر له هغه د اوړو ګاډي راپريښودل کيږي کوم چې د رشوت په توګه په چېک پوسټونو پېسې ورکوي نوځکه بيعې زياتې شي"

د خېبر پښتونخوا د اوړو دملونو د اتحاديي يو غړې سردار خان ډيوه ته وويل د پنجاب نه خېبر پښتونخوا ته د غنمو په راوړلو بنديز دې،چې له وجې يې په صوبه کې اويا فيصده ملونه بند شوي دي او يوازي ديرش فيصده ملونه د اوړو پېدوار کوي.

نوموړي وويل په صوبه کې د روزانه په حساب د اوړو او د غنمو بعې سېوا کيږي۔

"ملونو ته د صوبایي حکومت لخوا هم غنم نه ورکړل کيږي، او بلخوا د پنجاب په ازاد مارکيټ کې اخستل شوؤ غنمو باندې هم خېبر پښتونخوا ته په راوړلو بنديز دی، صوبه کې صرف هغه ملونه روان دي کومو سره چې زاړه غنم پراته دي"

مريم اورنګزېب تېره ورځ ويلي وؤ په اېبټ اباد او پېښور کې پنځوس زره د شل کلو اوړو تروړې په ارزانه بيعه خرڅې شوي دي،

نوموړي يوې خبري غونډي ته ويلي وؤ تر ديارلسم جون به دګرځنده سټورونو شمېر تر دوؤ سوو پورې زيات شي،

دغسې تېره ورځ د خېبر پښتونخوا حکومت هم ويلي چې د ارزانو اوړو ورکولو د پاره وزير اعلا محمود خان دولس اربه روپۍ بیلې کړي دي، خو صوبائې حکومت دا نه ده په ډاکه کړې چې ايا د پنجاب حکومت سره په اوړو او غنمو دبنديز ختمولو د پاره کومې رابطې روانې دي او کنه۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG