لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت په سکولونو کې د دویم وخت کلاسونه شروع کړي دي


د تعلیم په مد کې مرستندویه ادارو سره د همکارۍ دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ مشر عمر اورکزی وايي
په لسګونو سکولونو کې د دویمې مرحلې کلاسونو لړۍ پېل کړی شوي ده او د دې ترڅنګ په شخصي سکولونو کې د هغو ماشومانو داخلې شروع شوي دي چې دا مهال د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي
د تعلیم په مد کې مرستندویه ادارو سره د همکارۍ دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ مشر عمر اورکزی وايي په لسګونو سکولونو کې د دویمې مرحلې کلاسونو لړۍ پېل کړی شوي ده او د دې ترڅنګ په شخصي سکولونو کې د هغو ماشومانو داخلې شروع شوي دي چې دا مهال د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي

سکولونو نه د بهر ماشومانو شمېره کمولو دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت په سکولونو کې په دویم وخت اضافي کلاسونه شروع کړي دي.

د تعلیم په مد کې د مرستندویه ادارو سره د همکارۍ دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ مشر عمر اورکزی وايي په لسګونو سکولونو کې د دویمې مرحلې د کلاسونو لړۍ پېل کړی شوي ده او د دې ترڅنګ په شخصي سکولونو کې د هغو ماشومانو داخلې شروع شوي دي چې دا مهال د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي.

ښاغلي اورکزي وویل شخصي سکولونو ته د يو ماشوم په سر د پينځلس سوه نه تر پينځه ديرشت سوه روپو پورې د مياشتې فيس ورکول کېږي خو دا پروګرام لاهم قبيلي ضلعو ته نه دی غځول شوی.

"دې نه علاوه کميونټي سکولونه جوړيږي، دې نه علاوه اين سي ايج ډي او نور پروګرامونه هم د وفاقي حکومت نه صوبې ته راغلي دي کوم چې څرګندوي حکومت دې مسلې هواري د پاره کار کوي"

د انګريزئ ژبې ډان ورځ پاڼې يو خبر کې ليکلي په خېبر پښتنونخوا کې د څلور اعشاريه اووه ميلينا د سکول نه بهر ماشومانو د پاره د پينځلس زره اضافي د سکولونو جوړولو ضرورت دې، د حکومت د تعليم محکمې چارواکي وايي په ګڼو سرکاري سکولونو کې د ورځې په دوېم وخت کې يې کلاسونه پېل شوي دي چې ورسره به د سکول نه بهر ماشومانو شمير کې کمې راشي۔

څيړونکي وايي د سکول نه بهر ماشومان د ډيرو خطرو سره مخ وي او د بېلا بېلې ډلې يې په اسانه د خپلو مقاصدو د پاره کارولې شي۔

سکولونو نه بهر ماشومانو تعلیم ته د راوستلو په اړه د صوبايي حکومت چارواکې خبرې په داسې حال کې کړي چې په یوه ورستۍ سروی څرګندوي چې په خېبرپښتونخوا کې یو کم څلوېښت فيصد ماشومان د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي.

ډان ورځ پاڼې د تعليم د محکمې د چارواکو له قوله ليکلي چې حکومت هر کال د درې سوه نوي سکولونو د جوړولو منظوري ورکوي او که په دغه حساب وکتل شي نو په راتلونکې پنځوس کالو کې د نوي سکولونو دا موجوده هدف ترلاسه کول ممکن دي

ډان ليکلي د بنظير انکم سپورټ پروګرام په يو سروې کې ويل شوي چې په صوبه کې يولس اعشاريه اووه ميلينا د پينځو کالو نه زيات او شپاړسو کالو نه کم عمر ماشومان په خېبر پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر دي، چې په صوبه کې د ماشومانو يو کم څلويښت فيصد برخه جوړيږي خو په نوې سروې چې د سکول استاذانو د بي ائي ايس پي قومي ، سماجي او اقتصتادي سرشميرنې په دوران صوبه کې کړې ده چپکې د تعليم نه بې برخې ماشومانو شمېره څلور اعشاريه اووه ميلينا ښودل شوې ده۔

د تعليمي چارو کارپوهه ډاکټر سهېل احمد وايي د سکول نه بهر ماشومانو شمېر د ازادو ادارو لخواد حکومتي شمېر په مقابله کې څو چنده زيات ښودل کيږي، نوموړي ډيوه ته وويل که د حکومت دا شمېرې هم سمې وګڼل شي نو بيا هم د ماشومانو يوه ډيره برخه د تعليم نه بې برخې ده او دا ماشومان بيا په ټولنه کې د ډيرو خطرو سره مخ وي۔

"د دې سکول نه بهر ماشومانو له وجې ډيرې سماجي بيماريانې راتلې شي د هغوي غلط استعمال کېدې شي هغه دهشت ګردو له په لاس ورتلې شي"

د پاکستان د ائين ارټيکل پينځشتم اې ترمخه د پنځو نه تر شپاړسو کالو پورې ماشومانو ته به لازمي تعليم ويړيا ورکول کيږي خو تعليمي چارو کارپوهان وايي د سکول نه بهر ماشومانو شمېر ته په کتو ليدل کيږي چې د ائين په دغه ارټيکل باندې پورا پورا عمل نه کيږي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG