لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت به ماشومانو ته خېټې د ناروغو خلاف د دوایانو ورکولو کمپاین شروع کوي


په کمپاين کې به د صوبې په 22 ضلعو کې 5 نه تر 14 کالو عمر زده کوونکو ته، د تعليمي ادارو نه بهر او په ديني مدرسو کې ماشومانو ته د چينجو پرضد دروګان ورکولی شي
په کمپاين کې به د صوبې په 22 ضلعو کې 5 نه تر 14 کالو عمر زده کوونکو ته، د تعليمي ادارو نه بهر او په ديني مدرسو کې ماشومانو ته د چينجو پرضد دروګان ورکولی شي

خېبر پښتونخوا د صحت محکمې ترمخه د صوبې په کچه 78 لکه ماشومان د خېټې د چينجو او د هغې له امله پېدا کېدونکو ډول ډول ناروغو د خطر سره مخامخ دي.

طبي چارو پوهان وايي که ماشومانو ته د خېټې د چينجو پرضد داروګان ورنه کړل شي نو دا د ماشومانو ذهني او جسماني نشونما اغېزمنه کوي او په ټولنه کې یې په کردار منفي اثر پرېباسي.

د خېټې د جينجو مخنيوي لپاره د صوبايي حکومت په 22 زياتو اغېزمنو ضلعو کې د نومبر د ې مياشتې 14 نېټې نه تر 18 نېټې پورې کمپاين شروع کوي.

د صحت صوبايي محکمې د شمېرو ترمخه د پاکستان په 45 ضعلو کې یو کروړ او 78 لکه ماشومان د خېټې د چينجو او د دې نه لګېدونکو ناروغو د خطر سره مخامخ دي.

شمېرې ښيي چې په دغو کې تر ټولو زيات 78 لکه ماشومانو تعلق د خېبر پښتونخوا سره دی.

د صحت صوبايي محکمې لخوا د دغې کمپاين لپاره ټاکلي شوي ترجمان ډاکټر عطاالله خان وېنا وه چې د نورو صوبو په پرتله د پښتونخوا زمکه زياته زرخېزه ده او دا چينجې په هغه علاقو کې زيات پېدا کېږي چې زرخيزي زياته وي.

نوموړي وي او ای ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل چې د تعليم د کمې له امله خلک د صفايې خيال هم نه ساتي ځکه د دغې ماشومانو شرح په خېبرپښتونخوا کې سېوا ده.

د ډاکټر عطاالله خان وېنا وه چې که څه هم په ماشومانو کې د خېټې د چينجو د موجودګۍ او د نقصان په اړه والدينو ته خاص مالومات نشته خو دا د ماشومانو ذهني او جسماني ودې لپاره ډېر خطرناک دي.

هغه زياته کړه: " د دې نقصان دا دې چې کوم خوراک مونږه روزانه ماشومانو ته ورکوو نو هغه پوره وجود ته ځي او زياتره برخه يې دا چينجي خوري او د خوراک چې کوم ښه والی دی هغه دا خراب کړي او د دې په وجه په ماشومانو ذهني او جسماني فرق پرېوځي.

په کمپاين کې به د صوبې په 22 ضلعو کې 5 نه تر 14 کالو عمر زده کوونکو ته، د تعليمي ادارو نه بهر او په ديني مدرسو کې ماشومانو ته د چينجو پرضد دروګان ورکولی شي.

په دې اړه د خېبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم د منصوبه بندۍ او ترقۍ محکمې مرستيال ډايرېکټر شاه جهان خان وېنا وه: " د صوبې په 25000 سکولونو کې 35000 استاذان د دې کمپاين لپاره تربيه شوي دي او دا مهم به د 14م نومبر نه شروع کيږي او 18م نومبر پورې به جاري وي."

شاه جهان خان دا هم وويل چې په دې کمپاين کي د سرکاري، غېر سرکاري تعليمي ادارو زده کوونکي، د ديني مدرسو طالب علمان او هغه ماشومان چې د سکولونو نه بهر دي په دې مهم کې شامل دي اودا ټول 78 لکه ماشومان جوړېږي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG