لاس رسیدونکی لینک

 
د ملا منصور وژنې ته د پښتونخوا د اسمبلۍ او سخت دريزو یو شان غبرگون
تازه خبر

د ملا منصور وژنې ته د پښتونخوا د اسمبلۍ او سخت دريزو یو شان غبرگون


AFGHANISTAN-TALIBAN/EXCLUSIVE
AFGHANISTAN-TALIBAN/EXCLUSIVE

په پاکستان کې د جمعې په ورځ د پښتون خوا صوبې اسمبلۍ په یو قرار داد کې د طالبانو د مشر مولا اختر منصور د امریکې په ډرون بريد کې د وژل کیدلو غندنه کړیده او دغه حمله یې د هیواد د خپلواکۍ په ضد گرځولې ده –

په پښتونخوا صوبه کې د عمران خان د ښي اړخه تحريک انصاف او مذهبي گوند جماعت اسلامي شريک حکومت دی خو قرارداد په ظاهره د سيکولو پاکستان غوښتونکي پيپلزگوند یو غړي وړاندې کړی دی-

د ملا منصور په ډرون بريد کې د وژل کیدلو ورستو د جمعې په ورځ په پاکستان کې هغه هومره احتجاجونه یا غایبانه جنازې نه دي شوي لکه چې دالقاعده د مشر اسامه بن لادن او یا طالبانو پخواني مشر بیت الله محسود په وژل کیدلو شوې وې- خو نن په پیښور کې د مذهبي سخت دريزه گوند جماعت الدعوه او یو بل مذهبي گوند جمیعت علما اسلام نظریاتي د ملا منصور د وژلو په ضد وړې مظاهرې کړي دي او غایبانه جنازې یې هم کړي دي- خو د ملا منصور په وژنه د هیواد په نورو صوبو کې څه احتجاجونه یا جنازې نه دي شوي-

ملا منصور تیره اونۍ د خالي په سهر په ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله کې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې وژل شوې ؤملا منصور اختر تیر کال د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې د اعلان نه وروسته د تحریک مشر وټاکل شو ؤ-

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان بلوچستان صوبه کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله شوې ده . په پاکستان کې د ‌‌‌‌‌‌ډرون حملې تل په قبايلي سيمو کې کیږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG