د خېبرپښتونخوا وزيراعلا صوبه کې د امنيت او بجلۍ په مسله د مرکزي وزيرانو سره ليدلي، او په ګډه د مسلو په هوارولو یې اتفاق کړی دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو وزارت ته ورغلی، د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي او توانايۍ مرکزي وزير اوېس لغاري سره یې ليدلي دي. ويل شوي په ليدنه کې په صوبه کې روانو حالاتو باندې خبرې اترې شوي او صوبه کې د لوډشيډنګ او بجلۍ په اړه نورو مسلو باندې پرمختګ شوی دی.
د کورنيو چارو وزارت ترمخه، مرکزي وزيرانو د خېبرپښتونخوا وزیراعلا د معاملاتو په ګډه حل کولو باندې اتفاق کړی دی، او نن د ګل/ دوشنبې په ورځ بيا د ليدو پرېکړه شوې ده.
د خېبرپښتونخوا وزيراعلا پرون (د ځانګړو پانګونو د سهولت کارۍ کونسل/ اېس آی اېف سي) غونډه کې د ګډون وروسته ويلي وو، د کورنيو چارو او توانايۍ د وزير سره به ويني.
له دې وړاندې د خېبرښتونخوا حکومت دعوه کړې وه وزيراعلا يادې غونډې ته نه دی وربلل شوی او په مرکزي حکومت یې سختې نيوکې کړې وې. او د جمعې په ورځ بيا علي امين ګنډاپور په خپله مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي وو،"د خپل حق په اخېستلو پوهیږو،15 ورځې وروسته به درته وویم چې صوبه د چا ده، بټن د چا ده او بجلي د چا ده".
هغه ويلي وو، "د هغوي (مرکزي حکومت) رویه په مونږ هیڅ فرق نه پرېباسي ، د خپلې صوبې په حقونو به هیڅ جوړ جاړي ته غاړه کښېنږدو".
نوموړي زياته کړې وه، "د مرکزي حکومت نه به د خپلې صوبې حساب اخلو او که حق را نه کړل شو بيا به د صوبې خلک د مرکزي حکومت خلاف غږ پورته کوي، بيا به مونږ تحریک چلوو".
په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او مرکز کې د پاکستان مسلم ليګ او اتحاديانو ګډ حکومت دی. او د کله نه چې په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت جوړ شوی په ځانګړي ډول مرکزي حکومت باندې د بجلۍ په لړ کې سختې نيوکې کوي چې صوبې ته یې بجلي نه ورکوي.
Forum