لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي امین ګنډاپور: د افغانستان ضد مو اډې ورکړي تاسو ترې د ګلونو تمه کوئ؟


File Photo
File Photo

د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډا پور ویلي، پاکستان د افغانستان خلاف خپلې اډې ورکړې او اوس ترې تمه لري چې د افغانستان نه به ورته په بدل کې ګلونه رالېږل کيږي. نوموړي ویلي، ترهګري به ختموو.

تېر ماسخوتن په صوابۍ کې د تحریک انصاف غونډې ته په وينا کې علي امين ګنډاپور وويل، "نن زمونږ په ملک کې ترهګري ده، او ټول په ترهګرۍ خبره کوي، زه پوښتنه کوم، چې وړاندې هم تاسو وئ، تاسو دلته د امریکا په وينا عمليات نه وو کړي؟، خپلې اډې مو ورکړې، د خپل هغه ګاونډي (افغانستان) پرضد استعمالولو دپاره، چې پښتون هم دی او مسلمان هم دی، او نن تاسو وايئ، چې کومه پېښه وشي، نو تور لګوئ، چې دا د افغانستان نه پلان شوې وه، تاسو د هغو په بچو د ګولو ورولو دپاره اډې ورکړې وې، تاسو ترې څه تمه ساتئ، چې هغوی به تاسو ته ګلونه راولېږي؟".

پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، په پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، خو په افغانستان کې واکمنه طالبانو د پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

علي امين ګنډاپور په حکومت تور ولګولو، چې "دې د (پي ډي اېم) ګوندونو زمونږ په ملک کې ترهګري کړې ده، او د عمران خان د وخت ريکارډ وګورئ، ترهګري ختمه شوې وه، څنګه چې د امریکې په سازش عمران خان لرې کړی شو، نن بيا ترهګري راپيدا شوې ده، مونږ وعده کوو چې ترهګري به ختموو او امن به راولو".

د پاکستان مرکزي حکومت د علي امين ګنډاپور تورونو ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی، خو له دې وړاندې د موجوده حکومت وزیرانو تل تورونه لګولي، چې د عمران خان په وخت کې د زرګونو په شمېره کې د ټي ټي پي وسله وال بيرته راوستل شوي، اباد کړل شوي او د هغې له امله په ملک کې ترهګري سېوا شوې ده.

په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) حکومت هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض ‏حميد په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړي وو.

د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د ‏کال 2022م په نومبر کې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.‏

په خېبرپښتونخوا کې واکمنه د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف وړاندې ويلي، د ټي ټي پي سره خبرې شوې خو وسله وال بيرته نه وو راوستل شوي او نه اباد کړل شوي وو.

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرل احمد شریف چودري پرون په پينځم اګست خبري غونډه کې وويل، "د پاکستان حکومت په وروستيو کې د يوې مهمې فيصلې او اعلاميې ترمخه، لاقانونه ګرځول شوې ډله تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د فتنه الخوارج په نوم نومولې ده او په راتلونکې کې به دا په دې نوم يادول کيږي او دې ډلې سره تړلی هر ترهګر به خارجي يادول کيږي ځکه دا فتنه ده، دا نه کوم تحریک دی او نه یې د دين اسلام او پاکستان سره کوم تعلق شته".

هغه زياته کړه، "د روان کال په لومړو اووه میاشتو کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې 139 پوځيان وژل شوي دي، د ترهګرۍ ضد جګړه به د اخري ترهګر تر خاتمې پورې روانه وي".

علي امین ګنډاپور په څلورم اګست پېښور کې د (پوليس شهيدانو) د ورځې په مناسبت راجوړې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، "ترهګر چې زمونږ په ځواکونو او ولس حملې کوي، دوی ته پیغام ورکول غواړم، چې که تاسو ته څوک وايي چې دا جهاد دی، نو زه درته ويل غواړم دا جهاد نه دی جهالت دی، ستاسو جهالت دی او د هغو جهالت دی چې تاسو ته دغه خبره کوي، تاسو په جهالت کې یئ".

هغه زياته کړې، "زه ورته ويل غواړم چې خپله اصلاح وکړي او د دې جهالت نه وځي او که هر څوک ګڼي چې مونږ مقابلې ته تيار نه يُو، نو که تاسو هر څه کوئ، نو مونږ به مقابله کوو، امن به راولو، او د اخري ترهګر د خاتمې پورې به جنګيږو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG