لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګنډا پور: د پوځ مشر سره مې دوه ځل لیدلي خو لا ورسره د "خبرې" کولو موقعه نه ده برابر شوې


د خېبر پښتونخوا وزیراعلا ښاغلی علي امین ګنډا پور وایي د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر سره یې دوه واره لیدنې شوي خو وایي څه خبره چې ورسره کول غواړي هغې ته لا ماحول نه دی برابر شوی .

د خالي په ورځ اسلام اباد کې د سرمایه ګزارۍ د ځانګړي کونسل (ایس آي ایف سي) په غونډه کې له ګډون وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي هغه په دغه غونډه کې په فاټا اؤ پاټا کې د ټیکسونو لګول کېدو سره مخالفت ښودلی .

وزیراعلا وویل، وفاقي حکومت ته یې ویلي چې په ضم قبایلي ضلعو اؤ پخوانیو نیمو قبایلي ضلعو کې باید نور ټیکسونه ونه لګول شي اؤ وایي حکومت یې دغه وړاندیز منلی دی.

علي امین ګنډا پور وویل غونډه کې یې صوبه کې د بجلۍ د لوډشیډنګ ستونزه هم راپورته کړې اؤ وفاق یې له خپلو تحفظاتو خبر کړی.

هغه وایي د بجلۍ په مد کې چې د خېبر پښتونخوا صوبې په وفاق کومې پیسې ورپاتې دي هغه یې له وفاق غوښتي اؤ ورته یې ویلي دي چې که صوبې ته دا پیسې ورکړل شي نو خپل ولس ته به پرې ویړیا یا ارزانه بجلي ورکړي.

د پوځي مشر سره د پي ټي آي د مذاکراتو په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې وزیراعلا ګنډا پور وویل، که یو څوک مونږ سره کښیني اؤ د معاملې هوارولو لپاره راسره یوه غوره لاره خپلوي نو مونږ هم تیار یو ،

هغه وویل دوي( پوځ) عمران خان سره پخپله هم په اډياله زندان کې لیدلی شي اؤ د خبرو لپاره زمونږ مذاکراتي کمیټه هم شته.

تر دې وړاندې پاکستان تحریک انصاف ویلي وؤ چې دوي یوازې د پوځ اؤ آي ایس آي د مشر سره مذاکراتو ته تیار دي چې د پي ټي‌ آي دغه بیان ته د پاکستان دننه اؤ بهر څېړونکو اؤ سیاسي مشرانو سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ دا عمل یې د جمهوریت پرضد بیا امریت ته د لارې هوارولو په مانا بللی ؤ.

د تحریک انصاف ګوند بندي مشر عمران خان له وړاندې واضحه کړې ده چې د سیاسي خبرو اترو واک یې د ځېنې نورو ګوندي مشرانو تر څنګ علي امین ګنډا پور ته سپارلی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG