لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د څلورو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په ناارامه ضلع شمالي وزيرستان کې یې د "ترهګرو" پرضد عمليات کړي او ‏څلور "ترهګر" يې وژلي دی.‏ د سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) ترمخه پوځ ويلي، امنيتي ځواکونو ته د ترهګرو د موجودګۍ استخباراتي معلومات وو، او بيا يې عمليات کړي دي.‏

پوځ ويلي، په عملياتو کې د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ د ډزو تبادله شوې او په نتيجه کې یې څلور ترهګر وژل شوي دي.‏د پوځ ترمخه د ترهګرو د ولقې نه وسله، ګوله بارود او بارودي مواد ترلاسه کړل شوي، او دوی په علاقه کې په يو شمېر ترهګرو بريدونو کې ککړ وو.‏

په عملياتو کې امنیتي ځواکونو ته د کوم تاوان اوښتو نه دي ويل شوي او نه د وژل شوو نور تفصيل ورکړل شوی دی.‏ د پوځ او وسله والو ترمنځ د جګړو ځايونو ته اکثره خبريالان نه پرېښودل کيږي د پېښو د ځايونو نه د مرګ ژوبلې په اړه د پوځ یا د وسله والو ډلو دعوې ‏اکثره خپلواکه سرچينې تاييد کولی نه شي.‏

له دې يوه ورځ وړاندې هم پوځ د خېبرپښتونخوا کې په خېبر او ډېره اسماعیل خان سيمو کې د دوو "ترهګرو" وژلو دعوه کړې وه.‏ پوځ ويلي وو، دغه عمليات د شورو/چارشنبې او زيارت/ پنجشنبې په مينځنۍ شپه کې ترسره شوي وو.‏

د خېبرپښتونخوا نوي ټاکل شوي وزيراعلا علي امين ګنډاپور په خپله لومړۍ وينا کې ويلي وو، "خېبرپښتونخوا ته تر ټولو غټ چېلنج د ترهګرۍ ورپېښ ‏دی، زما يقين او امېد دی چې خدای تعالا به په مونږ رحم وکړي مونږ چې کومې ‏قربانۍ ورکړي مونږ به د ترهګرۍ په خاتمه کې کامياب شو". ‏

او د پاکستان نوي ټاکل شوي وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي د ده حکومت به د ترهګرۍ مخنیوي لپاره نیشنل ایکشن پلان عملي کوي او هڅه به یې وي ‏چې هیواد د بې شمیره چیلنجونو نه په بریالي ډول وباسي.‏

د نهې/ سه شنبې په ورځ د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان د پوځي کور کمانډرانو کانفرنس کې ويل شوي وو، چې ریاست به د پاکستان ‏د بې ثباته کولو لپاره د دښمنو قوتونو په اشاره د کار کوونکو ترهګرو، د هغوي د سهولت کارو او ملاتړ کوونکو مقابله په بشپړه طاقت سره کوي.‏

د کور کمانډرانو د غونډې په اعلامیه کې ويل شوي وو، پوځي سرلښکر کور کمانډرانو ته لارښوونه کړې چې هغوي باید د ترهګرو او تندلارو خلاف د ‏کوششونو ثمرات پځای وساتي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG