لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور اؤ هنګو کې د وسله والو بریدونو کې یو پولیس وژل شوی او څلور ژوبل شوي


File Photo
File Photo

چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې د نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ په هنګو سیمه کې هم وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې پکې د یو ایس ایچ او په ګډون لږ تر لږه څلور کسان ژوبل شوي دي.

دترهګرۍ ضد محکمې پولیس وایي په لکي مروت کې یې د عملیاتو په مهال د تحریک طالبان پاکستان ټيپو ګل ډلې یو مهم کمانډر ولي الله هم وژلی دی.

د پولیس سرچینو وینا ده چې پېښور کې د خان رازق پولیس تاڼې په یو عسکر اصف الله نامعلومه وسله والو هغه مهال ډزې کړي چې هغه ډیوټۍ ترسره کولو وروسته له خپل کوره د قربانۍ څاروي له ګیاه اخستو لپاره وتلی ؤ.

سرچینې ډيوه ته وویل په ډزو کې پولیس عسکر اصف الله په موقعه مړ شوی اؤ وسله وال تښتیدلي دي.

پولیس وایي د پېښې مقدمه یې د نامعلومه وسله په ضد درج کړې اؤ پلټڼې یې پیل کړي دي خو په سمدستي توګه دا نه ده واضحه شوې چې ایا دا د ترهګرۍ پېښه ده که دغه پولیس عسکر د شخصي زړه بداوي په اساس چا وژلی دی؟

په هنګو ضلعه کې هم وسله والو په پولیسو ډزې کړي چې د ایس ایچ په ګډون په کې څلور کسان ژوبل شوي دي.

د هنګو ضلعې د پولیسو مشر یا ډي پي او خالد خان ددې پېښې پخلی کړی اؤ وایي په ډزو کې ککړ یو تن په ژوبل حالت کې نیول شوی.

پاکستاني رسنیو د پولیسو د ضلعي مشر خالد خان له خولې ویلي د هنګو سټي تاڼې پولیسو شپه په عمر اباد شاهو روډ په موټر سایکل سورو وسله والو ته د ودرېدو اشاره کړې خو دغو کسانو په پولیسو ناتاره ډزې کړي دي.

هغه ویلي د وسله والو په ډزو کې ایس ایچ او نبي خان،سپاهي یونس اؤ دوه لاروي ژوبل شوي دي چې د علاج لپاره د ضلعې مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي پولیسو هم په دغه موقعه په وسله والو ځوابي ډزې کړي اؤ یو تن یې په ژوبل حالت کې نیولی دی خو د پولیسو مشر بیا د نیول شوي تن پېژندګلو نه ده ښکاره کړې اؤ نه یې هم دا ویلي چې نیول شوی تن د کومې تندروه ډلې غړی دی که نه؟

د خېبر پښتونخوا د ترهګرئ ضد محکمې پولیسو سي ټي ډي ویلي په لکي مروت کې یې د ترهګرو په ضد کارروایي کړې ده اؤ د ټي ټي پي یو کمانډر یې وژلی دی

د سي ټي ډي په بیان کې ویل شوي چې پولیسو دا عملیات تېره ورځ د ملنګ اډې سیمې تر څنګ ترسره کړي دي اؤ وایي په دغه مهال د ډزو تبادله کې د تحریک طالبان ټیپو ګل نومې ډلې یو مهم کمانډر ولي الله وژل شوی دی.

پولیسو دعوه کړې ده چې وژل شوی طالب کمانډر په پولیسو ترسره شوؤ یو شمیر بریدونو ، بمي چاودنو اؤ هدفي وژنو کې ککړ وؤ .

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا بیلا بیلو سیمو کې په پولیسو، پوځ اؤ ایف سي ځواکونو د وسله والو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې ده .

پښتونخوا کې په امنیتي ځواکونو چټک شوي بریدونه:

د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټي ډي شمېرې ښيي چې په تېرو پینځوؤ میاشتو کې د صوبې په 26ؤ ضلعو کې د ترهګرۍ 237 پېښې مخې ته راغلي چې په دې پېښو کې 65 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 86 نور ژوبل شوي دي.

د سي ټي ډي د ستاویزاتو له مخې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې شوي چې شمېره یې 40 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې دغلته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 20 ترهګر وژل شوي اؤ شپږ نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمه وایي چې په ډیره اسماعیل خان کې د تندلاریتوب 37 پېښې مخې ته راغلي چې پکې 17 پولیس وژل شوي اؤ 14 ژوبل شوي دي.

دستاویزاتو کې دعوه شوې ده چې په ډيره اسماعیل خان کې 23 ترهګر وژل شوي اؤ 32 نور ژوندي نیول شوي دي.

په ټانک کې د ترهګرۍ د پېښو شمېره 33 ښودل شوې اؤ ویل شوي په دې پېښو کې 5 پولیس عسکر وژل شوي اؤ 2 ژوبل شوي دي.

همدا شان سي ټي ډي بیا په ټانک کې په یاده موده کې د 16 تندلارو د وژلو اؤ 4 د نیولو دعوه کړې ده.

د دستاویز له مخې بنو کې د ترهګرۍ په 22ؤ پېښو کې 5 پولیس وژل شوي اؤ 9 ژوبل شوي دي اؤ ددې تر څنګ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 9 ترهګر وژل شوي اؤ 13 نیول شوي دي.

د ترهګرۍ ضد محکمې ویلي چې په لکي مروت کې د ترهګرۍ په 18 پېښو کې 5 پولیس وژل شوي اؤ 2 ژوبل شوي دي اؤ دغلته 9 ترهګر هم بیا د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي اؤ 8 نیول شوي دي.

دستاویز ښیي چې په جنوبي وزیرستان کې د روان کال په اوږدو کې د ترهګرۍ 8 پېښې رامنځته شوي چې ده پولیس پکې وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي اؤ 8 ترهګر هم پکې وژل شوي دي.

سي ټي ډي وایي په هنګو کې درې نیول شوي اؤ په کرک کې د ترهګرۍ په دریوؤ رامنځته شوؤ پېښو کې درې ترهګر وژل شوي اؤ څلور نور نیول شوي دي.

باجوړ کې بیا په تېرو پینځوؤ میاشتو کې د ترهګرۍ 14 پېښې مخې ته راغلي چې د وژل شوؤ پولیسو شمېره پکې 11 ښودل شوې اؤ ویل شوي چې 32 پولیس ژوبل شوي هم دي.

په خېبر کې د ترهګرۍ په 22ؤ پېښو کې 8 ترهګرو د وژلو اؤ 12ؤ د نیول کېدو دعوه شوې ده.

سي ټي ډي وایي د صوبې په سر ښار پېښور کې د ترهګرۍ 14 پېښې مخې ته راغلي چې7 پولیس پکې وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي اؤ ددې تر څنګ 2 ترهګر هم وژل شوي اؤ دوه نیول شوي هم دي.

تر دې وړاندې د مې په میاشت کې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان هم دعوه کړې وه چې یوازې د مې میاشت کې یې په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې دې کې یې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG