د روس حکومت، کرېملېن، د جمعې په ورځ په امریکې الزام ولګولو چې په روسي مطبوعاتو يې دومره فشار اچولی چې د قبولولو وړ نه دی.
د روس د ردعمل نه مخکې د امریکې د انصاف وزارت د روسي ټېلې وېژن خبریال دمتري سایمز او د هغه په مېرمن فرد جرم ولګولو چې د امریکې د پابندیو د خلاف ورزۍ سازش یې کړی دی.
په سایمز او د هغه په مېرمن د فرد جرم د اعلان نه یوه ورځ مخکې امریکې د سږ کال د هېواد په صدارتي انتخاب کې د مبینه لاسوهنې د کوښښونو په لړ کې د روس خلاف قانوني اقدامات پورته کړل چې په کې د روس د سرکاري نشریاتي ادارې ار ټي په دوو کارکوونکو فرد جرم ، په ار ټي او د ادارې په اېډېټرې پابندۍ شاملې دي.
د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف، چې ویلي يې دي روس د امریکې په صدارتي انتخاب کې مداخلت نه غواړي، خبريالانو ته يې وویل واشنګټن کوښښ کوي چې دا یقیني کړي چې په نړیوالو چارو د ماسکو نظر ولس ته وړاندې نه شي.
پېسکو وویل واشنګټن مستقل کوښښ کوي چې په روس، په روسي شهریانو او په روسي میډیا فشار اچوي. هغه وویل روسي مطبوعات په نړیوالو چارو د ماسکو د نقطه نظر نه د ملک دننه او د ملک نه بهر خلک خبروي.
روسي ترجمان زیاته کړه چې واشنګټن دپاره دا خبره د قبلولو وړ نه ده خلک دې د ماسکو د نظر نه خبرونه ترلاسه کړي. هغه وویل دا د دباو نه علاوه نور څه نه دي. مونږ د دې دریځ د غندنه کوو او د قبولو وړ نه ګڼوو.
ماسکو مغربي صحافیانو ته په روس کې د کار اجازت ورکوي خو په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل او په ۲۰۲۳ کې د جاسوسۍ په الزام د امریکې د وال سټريټ جرنل خبریال ايون ګرېشکوېچ د نیول کېدو راهسې ډیر مغربي خبریالان د روس نه وتلي دي.
ګرېشکوېچ په هغه لګول شوي الزمات رد کړي او تېره میاشت هغه د امريکې او د روس د قېدیانو په تبادله کې ازاد کړی شو.
روس ویلي د ار ټي په ضد د واشنګټن د اقداماتو په جواب کې د امریکايي مطبوعاتو خلاف جوابي ګامونه اخلي.
د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف نه پوښتنه وشوه چې د امریکايي مطبوعاتو په ضد به روس څه ګامونه پورته کوي نو هغه وویل روس به په غور د مختلفو غېر ملکي مطبوعاتو اداریاتي تګلارې ته کتنه کوي او د دې وروسته به فېصله کوي.
Forum