لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ولسمشر د کندز د پېښې د پلټنې امر کړی


افغان ولسمشر اشرف غني د کندز په خونړۍ پېښه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د پلټنو امر کړی.

د افغانستان د جمهوري ریاست لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ولسمشر د امنیتي او ملکي ادارو د استازو په ګډون یو ګډ کمیسیون ټاکلی ترڅو د یادې پېښې په اړه هر اړخیزه څېرنه وکړي او بیا خپل راپور د یوې اونۍ دننه د امنیت د شورا غونډې ته وړاندې کړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې طالبانو د خونړي پلان د جوړولو لپاره د هېواد له دننه او بهر څخه خپل کسان د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته دعوت کړي و، چې یوځل بیا زمونږ هېوادوال په وینو کې ولمبوي.

د افغانستان ملي اردو د یاد پلان په اړه د هغو دقیقو اطلاعاتو پر بنسټ چې لرل یې ، هڅه وکړه چې د هغوی پلان شنډ او خلک له لوی فاجعې څخه وژغوري، خو داسې راپورونه دي چې له بده مرغه په دغه برید کې ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د خلکو امنیت او د هغوې د سر او مال ساتنه د حکومت دنده ده او د هېواد امنیتي ځواکونو تل هڅه کړې چې په خپلو ټولو عملیاتو کې له بشپړ دقت او همغږۍ څخه کار واخلي څو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

همداراز د هېواد جمهوررئیس اړوندو ارګانونو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي قربانیانو کورنیو سره مرسته اود ټپیانو په بیړه درملنه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG