لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کُرم ايجنسي : بمي چاؤدنه کې څلور عسکر وژل شوي


د امنيتي چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې يو د ليوي او درې د پوځ عسکر وژل شوي دي . او ژوبل عسکر نزدې روغتون ته وړل شوي دي .
د امنيتي چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې يو د ليوي او درې د پوځ عسکر وژل شوي دي . او ژوبل عسکر نزدې روغتون ته وړل شوي دي .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبائيلي سيمه کُرم ايجنسۍ کې د امنيتي ځواکونو په گاډي شوې يوه بمي چاؤدنه کې څلور عسکر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د زيارت په ورځ د لوئيرکرم ايجنسۍ د افغانستان سره په پوله لگېدلې علاقه شبک کې رامنځته شوې او د سړک غاړې ښخ بم د امنيتي ځواکونو په گاډي ډزؤل شوی دی .

د امنيتي چارواکو په وينا د چاؤدنې په نتيجه کې يو د ليوي او درې د پوځ عسکر وژل شوي دي ، او ژوبل عسکر نزدې روغتون ته وړل شوي دي .

د پېښې وروستو امنيتي ځواکونو علاقه په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يي پېل کړي دي .

کُرم ايجنسي چې په تېر وخت کې پکې د فرقه ايزه نښتو سره د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي ، خو په وروستيو کې په دغې علاقه کې د بدامنۍ سلسله کمه شوې وه .

په عېن حال کې چې په شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ضد عمليات کوي ، پېښور کې په سکول د بريد نه پس روان عمليات لا نور تُند کړی شوي ، او په وروستيو کې کرم ايجنسۍ کې هم د جنگيالو په ضد عمليات ترسره کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG