لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان خارجه دفتر: کرغزستان کې هیڅ یو پاکستانی نه دی وژل شوی اؤ نه په پاکستانۍ میرمن جنسي تیری شوی


Kyrgyzstan
Kyrgyzstan

په کرغزستان کې په پاکستاني طالبعلمانو د شوي تشدد پسر د پاکستان خارجه دفتر د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور رابللی اؤ په دغه پېښه ېې ورته سخت احتجاج کړی.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ وایي چې په دې بریدونو کې هیڅ یو پاکستانی نه دی وژل شوی اؤ نه هم په کومه پاکستانۍ مېرمنه جنسي تیری شوی دی.

پاکستاني رسنیو د خالي یا شنبې په ورځ ویلي د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور په دغه پېښه خارجه دفتر ته بلل شوی اؤ د پاکستان لخوا ورته په یاده پېښه خپلې اندېښنې ښودل شوي.

پاکستان د کرغزستان سفارتکار ته ویلي چې باید حکومت یې د پاکستاني زده کوونکو تحفظ باوري کړي اؤ په دې لړ کې دې ټول ممکنه ګامونه واخلي.

د پاکستان خارجه دفتر ویلي چې د پاکستان حکومت ګرده نړۍ کې د خپلو وطنوالو د تحفظ اؤ امنیت چارې په سنجیدګۍ سره اخلي اؤ دهغوي د خېر ښېګړې باوري کولو لپاره به ټول ضروري ګامونه اخلي.

د پاکستان د خارجه دفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پاکستان ایکسپریس رسنۍ ته ویلي چې اوړمه شپه رامنځته شوې پېښه د اندېښنې وړ ده اؤ زمونږ زده کوونکو ته چې کوم تکلیف رسېدلی اؤ هغه د قبلولو وړ نه دی،

ویاندې ویلي، مونږ د کرغزستان د سفارتخانې ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللی اؤ ددې پېښې په اړوند مو له خپلو تحفظاتو خبر کړی دی.

ویاندې ویلي په حملو کې د پاکستان هیڅ یو وګړی نه دی وژل شوی اؤ نه پاکستانۍ مېرمنې سره د جنسي تیري په خورو شوؤ خبرونو کې څه حقیقت شته.

هغې وویل مونږ د کرغزستان د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې زمونږ د زده کوونکو امنیت باید په سمدستي توګه باوري کړي اؤ مونږ ته په لوړه کچه د خپلو زده کوونکو د امنیت نیونې باور راکړل شوی دی.

ممتاز زهره بلوڅ ویلي چې د زده کوونکو د لارښوونې لپاره د پاکستان سفارتي مامورین هر وخت په دفتر کې دننه موجود پاتې شوي اؤ مونږ پاکستاني زده کوونکي یوازې نه دي پرېښي

د ایکسپریس ټي وي په دغه پروګرام کې له کرغزستان څخه پاکستاني زده کوونکو هم خبرې کړي اؤ هغوي ویلي چې دلته وضعیت ډیر اندېښمن دی اؤ مونږ په ویره کې یو.

پاکستاني زده کوونکي توقیر سرور ویلي کومو کسان چې کرغزستان کې په دوي بریدونه کوي هغوي کې زیاتره نشه یان دي اؤ دې نشه یانو د بهرنیو زده کوونکو نه پیسې غوښتې.

هغه وویل دوي اندېښمن دي چې برید کوونکي به پرې یو وارې بیا د زیات شدت سره حمله وکړي.

ښځینه زده کوونکې خدیجه صدیق ویلي بشکیک کې د مقامي خلکو اؤ بهرنیو زده کوونکو تر منځ له جګړې وروسته د راپېدا شوي وضعیت نه هم په ویره کې یو د پاکستان حکومت ته زمونږ امنیت باوري کولو کې خپل کردار ادا کړي.

هغې وویل حمله کوونکو پاکستاني جینکو ته هیڅ نه دي ویلي خو هلکان یې وهلي دي.

زیاتره پاکستاني زده کوونکو وویل هغوي غواړي له کرغزستان څخه په خوندي ډول خپل هیواد ته ولیږل شي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار اؤ د سیفران وزیر انجنئیر امیر مقام ته په بشکیک کې د ګیرو پاکستاني زده کوونکو سره په تماس کې د پاتې کیدو اؤ د هغوي د امنیت خوندي کولو لپاره د ګامونو اخستلو امر کړی دی.

تېره ورځ د منځنۍ اېشیا د هیواد کرغزستان په سرښار بشکيک کې په پاکستاني او نورو بهرنيو زده کوونکو د تشدد خبرونه مخې ته راغلي وؤ، د پاکستان ‏وزيراعظم شهباز شريف د زده کوونکو په حال ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي یې دي، بشکيک کې یې پاکستاني سفير ته د زده کوونکو سره د هر ډول ‏مرستې لارښوونه کړې ده.‏

په ټولنيزو رسنيو ويډيوګانې خپرې شوي چې پکې د تشدد پېښې ليدل کیږي، ځينو کسانو پاکستاني زده کوونکو ته د مرګ ژوبلو اوښتو خبرونه هم ورکړي ‏دي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG