د ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې د تېلو د کمي له امله غزه ته انساني امداد په رسوولو کې او په سیمه کې د موبایل نېټ ورک په چلولو کې مشکلات پېدا کوي او د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام مشر خبرداری کړی چې په غزه کې د قحط امکان هم شته.
د ډبلیو اېف پي اېګزېکېټیو ډرېکټرې سېنډي مېکېن وویل په غزه کې ملکي کسان د په سمدسټي ډول د قحط د امکان سره مخامخ دي.
مېکېن وویل غزه ته د اوبو او د خوراک رسد د نیشت برابر دی او د ضرورت ډیره کمه بره سیمې ته ورسي چې د سیمې د ضرورت پوره کولو دپاره ناکافي دي.
په غزه کې د مواصلاتو نظام د ریارت، پنجشنبې، په ورځ بند شو ځکه چې مواصلاتي نظام دپاره بجلي جوړوونکو جنرېټرو دپاره کمپنو سره تېل ختم شول.
د اسرایل د قومي سلامتیا مشیر ویلي د جنګ کابینه به په انتهايي کم مقدار کې غزه ته د تېلو لېږل کېدو اجازت ورکوي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې وروسته اسرایل د غزه محاصره کړې ده. په اسرایل د حماس په حمله کې د 1200 نه زیات کسان وژل شوي د 200 نه زیات نور کسان حماس یرغمال نیولي دي.
د حملې په بدل کې اسرایل د حماس خلاف د جنګ اعلان کړی دی او په غزه کې یې د حماس په ضد د ځمکې او د فضا نه حملې شروع کړي دي.
د اسرایل په حملو کې د غزه د صحت وزارت چارواکي وايي د 11000 نه زیات کسان وژل شوي دي چې 40 فیصد په کې ماشومان مان دي.
ای پي خبري اداره د ملګرو ملتونو د څارنه کوونکو له قوله وايي 2700 کسان چې 1500 په کې ماشومان دي، په غزه کې بې درکه او ګڼل کېږي چې د تباه شویو ودانیو د ملبې د لاندې دي.
ای پي په خپل رپورټ کې وايي په غزه کې امدادي کارکوونکو الات نه لري چې په مناسب ډول د ملبې د لاندې ښخو لټون وکړي. د رپورټ ترمخه هره ورځ په سلګونو کسان په لاسونو او بېلچو او د اوسپنې په سیخونو په ملبه کې د خلکو تلاش کوي.
ای پي په خپل رپورټ کې وايي د حماس خلاف د اسرایل د پېنځو هفتو ن د زیات وخت جنګ کې د غزه ځینې کوڅې د هادیرو په شان ښکاري.
د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د غزه شفا هسپتال ته یې 4000 لیټر اوبه او 1500 تیار خوراکونه ورکړل.
د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل د الشفا هسپتال سره نږدې د هغه ښځینه اسرایلي عسکرې مړی موندلی چې حماس د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل حمله کې یرغمال کړې وه.
اسرایل غزه په جنوبي برخه کې د څلورو کلو اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی، چې ښښي اسرایل په دغو علاقو کې هم د حماس خلاف عملیات وکړي. اسرايل مخکې په دغو علاقو کې خلکو ته ویلي وو چې دا محفوظې دی او د وتلو امر یې ورته نه و کړی.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سي بي اېس نیوز خبري ادارې ته وویل اسرایل ملکي کسانو ته زیان په کمولو کې نه دی کامیاب شوی.
Forum