لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور لاېبه اعجاز په امریکا کې د سکواش په مقابلو کې ګډون کوي


Laiba Ijaz
Laiba Ijaz

د خېبر پښتونخوا سرښار پېښور لاېبه اعجاز دا مهال د امریکا په بوسټن ښار کې د دسمبر ١٥ نه تر ١٨ پوری کېدونکې یو اېس جونیېر اوپن سکواش مقابلو کې برخه اخسیتو لپاره د امریکا په سفر ده.

پېنځلس کلنه پښتنه لاېبه اعجاز چې د لوبو سره سره خپلې زده کړې هم کوي او دامهال د طب (پري میډیکل) زده کونکې ده ارمان لري په امریکا کې کیدونکې دغه د ځوانانو او پېغلو لوبې وگټي.

د وي او ای ډیوه بي بي شیرینه خپرونه کې د برخه اخستو په وخت لایبه وایي د پېښور په هاشم خان سپورټس کمپلیکس یا د لوبو میدان کې ېې د سکواش زده کړې پېل کړي او وروسته هم په پېښور کې د هوایي پوځ (پي اې ایف) په اکیډمۍ کې د سکواش لوبې باقاعده روزنه یا تربیت ترلاسه کړی.

لاېبه د حکومت لخوا د سکواش لوبې ته پام نه ګرځولو ګیله کوي او وايي د لوبې زده کړې يې په خپل سر کړي او مصرف يې هم خپل کړی دی. د سکواش لوبو مقابلو کې د ګډون لپاره د تګ راتګ مصرف هم په خپله کوي.

په روان کال کې لاېبه په پاکستان کې د سکواش په لوبو کې یو شمیر جاېزې ګټلي. په قاېد اعظم گېمز یا لوبو کې لاېبه د سرو زرو دوه جاېزو تر څنګ ٥٢ د سکواش لوبې گټلي.

د لاېبې په شان د هغې نور وروڼه هم د سبق سره سره د لوبو په میدان کې ښه میړني دي. د لاېبې مشری ورور ایتهلیټ یا ورزشي لوبې کوي او په دغه لوبو کې يې د سرو زرو جاېزه گټلی.کشری ورور ېې هم د سکواش لوبه کوي او هغه هم دا مهال د خپلې لوبډلې سره د امریکا په سفر دی.

د سکواش لوبې لپاره پکار سامانونو په اړه لاېبه وايي دغه لوبه ډیره ګرانه یا د لوبې سامانونه ډیر قیمتي دي. د هغې په وینا یواځې د سکواش د ریکټ بېعه ١٥ زره روپۍ ده او د دې لپاره پکار پېزار بیا د ٧ زرو نه تر ٨٠و زرو پوری وي. لاېبه زیاتوي د لوبې نور سامانونه هم قیمتي دي.

په پاکستان کې د سکواش لوبې د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې لاېبه اعجاز وايي د حکومت د بې غورۍ د لاسه په پاکستان کې د سکواش هیڅ راتلونکی نشته. په سکواش کې سیاست زیات دی چې له وجې يې یو شمیر تکړه لوبغاړو ته د وړاندې تګ موقع نه ترلاسه کیږي. او د چا په شا چې څوک وي یا یې سفارش وي هغوي ځان له ځاې جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG