لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: ماين چاودنه کې درې تنکي ماشومان وژل شوي


د علاقې پولیس او انتظامیې پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي دا پېښه د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په لرې پرتې او افغان پولې ته څېرمه لواړه منډایی ‏سیمه کې شوې ده.‏ شوال د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میران شان قریباً ۸۰ کلومېټره په فاصله غرنۍ او د ځنګلونو سیمه ده
د علاقې پولیس او انتظامیې پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي دا پېښه د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په لرې پرتې او افغان پولې ته څېرمه لواړه منډایی ‏سیمه کې شوې ده.‏ شوال د شمالي وزیرستان د مرکزي ښار میران شان قریباً ۸۰ کلومېټره په فاصله غرنۍ او د ځنګلونو سیمه ده

‏د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا ناارامه قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د ځمکني ماین چاودنې درې تنکي ماشومان وژلي او یو یې ژوبل کړی دی.‏

د علاقې پولیس او انتظامیې پېښه تاييد کړې او ويلي یې دي، دا پېښه د شمالي وزیرستان د شوال تحصیل په لرې پرتې او افغان پولې ته څېرمه لواړه منډایی ‏سیمه کې شوې ده.‏

شوال د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه خوا او شا ‏‎80‎‏ کلومیټره سویل لودیځ لور ته او افغان پولې ته څېرمه انتهايي غریزه او د ځنګلونو څخه ډکه سیمه ده.‏

د شمالي وزیرستان د پولیسو د مشر روحانزیب د دفتر چارواکي وايي په چاودنه کې درې ماشومان فخر الدین، نور محمد او نقیم الله وژل شوي او یو بل ‏حکمت الله ژوبل شوی چې عمرونه یې د لسو نه تر دولسو کلونو پورې دي. ‏

د پولیس په وېنا د لومړنيو مالومات له مخې ماشومانو ته د لوبو څه شی په لاس ورغلی او د لوبو پرمهال پرې چاودیدلی دی. ‏

ځینې سرچینې وايي چاودنه پرې یوې دیني مدرسه کې د زدکړو پرمهال شوې ده. ‏

د انتظامیې د مشر منظور اپریدي د دفتر چارواکو وویل په چاودنه کې ژوبل هلک بنو کې پوځي روغتون ته وړل شوی، دا کورنۍ به یوازې نه پریږدي ‏او د پېښې پلټنې پیل کړل شوي دي.‏

دا په شمالي وزیرستان کې دا میاشت د ماین چاودنې دویمه پېښه ده.‏

د اپریل په دویمه درپه خېل سیمه کې په یوه چاودنه کې دوه تنکي ماشومان ژوبل شوي وو.‏

‎د جنورۍ په څلورمه شمالي وزیرستان کې د ماین په يوه چاودنه کې درې کم عمره ماشومان وژل شوي وو.‏
په وزیرستان او نوره قبایلي سیمه کې وخت په وخت د ځمکنيو ماین چاودونو کیږي چې زیاتره نقصان په کې ښځو او ماشومان ورسېږي.‏

د پښتون ژغورنې غورځنګ په لومړنیو غوښتنو کې په علاقه کې د ځمکني ماینونو پاکول شامل دي خو وايي تر اوسه دا غوښتنه نه ده منل شوې.‏

عالمزیب مسید دې تازه پېښې په اړه په ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي، ‎‏"په علاقه کې د ځمکنیو ماینونو پیښې لا هم دوام لري. په کال 2021 کې د د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د ‏پاکستان حکومت ته د مرستې وړاندیز وکړو، خو له بده مرغه، هیڅ مرسته ونه شوه. مونږ له رساست څخه غوښتنه کوو چې نور سازمانونه هم ښکیل کړي، ‏ترڅو زموږ دا خاوره دې ګواښ څخه پاکه کړي او د ماینونو ښکار شوي کسانو ته دې مرستې ورکړي".‏

هغه وخت د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره په بېړنۍ توګه مرستندویه ادارې (يونيسف) د پاکستان استازې اېډا ګيرما په جاري کړي یو بیان کې ویلي وو.‏ ‏"هيڅ يو ماشوم بايد د جنګ څخه پاتې شوو ماينونو يا چاودېدونکو موادو ښکار نه شي. يونيسف به د پاکستان مرسته کوي او د دغو ماينونو په اړه به ‏پوهاوی خوروي چرته چې ماشومان او کورنۍ د دغه خطر سره مخ دي. د دې سره دا هم مهمه ده چې ماينونه پاک کړی شي او په پېښو کې د بچ شوو بيا ‏بحالي وشي".‏

هغې ویلي، ماشومانو ته په ځانګړي ډول د دغو ماينونو نه خطره وي ځکه چې دوی دغه ماین په غلطۍ کې د لوبو څيز ګڼي او راپورته کوي يې.‏

په بيان کې ویل شوي چې په نړيواله کچه په جګړه کې د ماينونو يا چاودېدونکو موادو څخه د ماشومانو د مرګونو يا ټپي کېدو شمېره د نيمې برابر ده.‏

عالمزیب مسید وویل د دوی سره تر دې وخته پورې په سلګونو پېښې رپورټ شوي چې پکې د ‏‎400‎‏ نه زيات کسان مړه شوي او يا معذوره شوي دي چې ‏زياته شمېره پکې د ماشومانو او ښځو ده.‏

هغه وویل دا پېښې زیاتره په هغو ځایونو کې کیږي چرته چې د امنیتي سرتیرو چیک پوستې یا قلعې وي.‏

د عالمزېب په خبره د "تشویش خبره دا ده چې د داسې قسمه پیښو وروسته په سیمه کې د روغتیا اسانتیاوې نه وي او د پېښې ښکار کسان بیا لرې د ډیره ‏اسماعیل خان روغتنونو ته وړل کیږي".‏

هغه زیاته کړه د ماین چاودونو ښکار کسان زیاتره غریبانان وي چې بیزې یا څاروي څروي یا د خوړونو نه اوبه یا د ځنګلونو نه د اور لپاره لرګي راوړي او ‏یوازې د پوځ لخوا یو لک روپۍ د مرستو ورکړل کیږ ي چې په روغتونونو کې د درملنې دپاره دا د مرستو پېسې د نشت برابر دي.‏

د پاکستان ‏‎حکومتي او پوځي چارواکي وايي چې د پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو کار روان دی چې پکې امنیتي عسکرو ته مرګ ژوبلې ‏اوړېدلې دي.‏

خو عالمزیب مسېد وايي تر دې مهال یوازې هغه سیمې پاکې کړل شوې چې چرته کې د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکي چاوڼۍ او دفترونه لري خو تر ‏‎60‎‏ فيصده نه زیاته علاقه د مایینو د خطر سره مخامخ ده.‏

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG