د اوکراین په جنوبي ساحلي ښار اوډيسا کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په مزایل حمله کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور زخمیان شوي دي.
د سيمه ايزو چارواکو په وېنا روسي مزایل په یو ګودام ولګېدل چې له امله يې درې کسان ووژل شوو. په حمله کې کورونو او د اوډیسا په مرکز کې دوکانونو ته نقصان ورسېدو.
د متحده قومونو د انساني امداد ادارې یو اېن هیومېنېټېرین کوراډينېټر فار یوکرېن مېرمن ډنيس براون د حملې تصدیق وکړو او ويې وېل په اوکراین د روس د حملې راهسې په رهایشي علاقو د وسلو بې دریغه استعمال د ماشومانو په شمول په زرګونو ملکي کسان وژلي او زخمیان کړي دي او پکار ده چې دا ود رول شي.
د مشرقي اوکراین په دونېسک صوبه کې چارواکو وویل په دوو ښارونو کې مزایل حملو لږ تر لږه درې کسان وژلي دي.
د اوکراین د سرکاري وکیل یا پراسېکیوټر دفتر وویل په سمي علاقه کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو موټر په روسي بمبارۍ کې ولګېدو او شپږ کسان په کې ووژل شوو.
اوکراین سره د مغربي ملکونو د مرستې په اړه د نېټو سېکرېټري جنرل ینس سټالټنبرګ ویلي چې اوکراین سره د امداد نتېجې د جنګ په مېدان او د روس خلاف د جوابي حملې په شروع کېدو کې لیدل کېږي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د امریکې صدر جوبایډن سره د ملاقات په موقع سټالټنبرګ وویل اوکراین د روس خلاف جوابي حمله شروع کړې او اوکرایني ځواکونه پرمختګ او پېش قدمي کوي.
صدر بایډن هم وویل چې اوکراین سره د نېټو دوامداره مرستو په جنګ کې بدلون کړی دی.
د روس صدر ولادېمېر پوټن د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل ماسکو غور کوي چې د تور سمندر د غلي معاهده ختمه کړي. د معاهدې دلاندې د اوکراین په ټنونو غله يورپي او افریقايي ملکونو ته برامد کړی شوې ده.
صدر پوټن وویل د معاهدې د ځینو شېقونو په نافذ کولو او د روس خپله غله په برامد کولو کې ماسکو سره درغلي شوي ده.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز، ای پي او ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي