د جرمني د هوايي دفاع وزارت ويلي هوايي ځواک يې د روس يوه پوځي څار کونکې الوتکه د بالټېک سمندر د پاسه په تېرېدو ليدلې چې په نړيوال هوايي حريم کې وه.
د جرمني چارواکو ويلي الوتکې بغير د کوم ريډيو لا راډار د سېګنل نه الوت کولو چې د جرمني او برتانيا الوتکو څارلې ده.
د نهې/سې شنبې په ورځ ناروی ويلي وو د دوی هوايي ځواک د روسي پوځي الوتکو يو ډلګۍ د بيرنټس سمندر د پاسه ليدلې چې دوه پکې بمبرز، دوه د تېلو ډکولو ټينکرز او درې جنګي الوتکې وې.
د شورو/چهارشنبې په ورځ د برتانيا د دفاع وزارت د اوکرين د تازه صورتحال په اړه ويلي د بخموت په غربي ولسوالو کې د نزدې ويشتونکو وسلو درنه جګړه اوس هم روانه ده.
وزارت په ټوېټر ليکلي تېره اوونۍ اوکرين هڅه کړې چې د ترسيل خوندي لار په خپله ولقه کې کړي ځکه چې بخموت ته نورې لارې د خټو چقړو له سؤبه مشکل پيدا کوي.
د يکاټېرينبرګ په پخواني ښاروال يوجيني رويزمين مقدمه پيل شوې چې ګني ده په اوکرين د روس د يرغل په ترڅ کې روسي پوځ ته سپک کتلي. رويزمين يو مقبول سياسي مخالف دی او په کرېملېن د ټولو مظبوط نيوکې کونکی شخصيت دی چې لا بهر دی او په جيل کې نه دی اچول شوی.
د اوکرين چارواکو ويلي يو روسي ميزايل د کوپيانسک په ښار کې يو لرغونتون په نخښه کړی چې دوه تنه يې وژلي او لس نور يې ژوبل کړي دي.
د اوکرين صدر ويلاډيمير زېلېنسکي ويلي د روس کار هم دا دی چې د اوکرين تاريخ، کلتور او خلک تباه کړي. د کوپيانسک د بريد نه وروستو زېلېنسکي ويلي “اوکرينيان په ډېره بې رحمۍ سره وژل کيږي او مونږ دا حق نه لرو چې د يو سيکنډ د پاره هم دوی وبخښو. مونږ به ورته خامخا ځواب وايو”.
هغه ويلي څوک چې د ظلم او جرمونو ذمه وار دي هغه به عدالت ته راکښل شي او دا به يو بې رحمانه انصاف وي.
روسي ځواکونو کوپيانسک چې د شمالي اوکرين د ريلويز مرکز دی د جنګ په وړومبو ورځو کې نيولی و چې د اوکرين پوځ ترې په سېپټمبر کې بيرته اخستلی دی.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي