لاس رسیدونکی لینک

 
اوکراین د اېټمي وسلو په اړه د روسي صدر په بیان د سېکیورټي کاونسل د غونډې رابللو غوښتنه کړې
تازه خبر

اوکراین د اېټمي وسلو په اړه د روسي صدر په بیان د سېکیورټي کاونسل د غونډې رابللو غوښتنه کړې


د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې چې د روس د دفاع وزارت د وډیو نه اخیستل شوی روسي ځواکونه د اېټمي وسلو په مشقونو کې د بېلېسټک مزایل ازموينه کوي
د کال ۲۰۲۲ په دې تصویر کې چې د روس د دفاع وزارت د وډیو نه اخیستل شوی روسي ځواکونه د اېټمي وسلو په مشقونو کې د بېلېسټک مزایل ازموينه کوي

اوکراین غوښتلي چې په بېلاروس کې د اېټمي وسلو د ګمارلو په اړه د روسي صدر ولادېمير پوټن د اعلان په موضوع دې د متحده قومونو د سېکیورټي کاونسل غیرمعمولي غونډه دې راوبلل شي.

د اوکراین خارجه وزارت په یو بیان کې د صدر پوټن ګام راپارونکی وبللو او ويې وېل دا به نړیوال امنیت کمزوری کړي.

روس په سېکیورټي کاونسل کې د ویټو اختیار لرونکی ملک دی او د ويټو دلارې د خپل ځان خلاف د هر ډول ګام مخه نیولی شي.

اوکراین وویل د سیکیورټي کاونسل د نورو مستقل غړو ملکونو، امریکا، برطانیه، چین او فرانس، نه توقع کوي چې د اېټمي وسلو په زریعه نورو ملکونو ته د جارحیت دړکو د ورکړی کېدو په ضد به موثر اقدامات وکړي.

د روس صدر ولادېمېر پوټن په بېلاروس کې د اېټمي وسلو د ګمارلو اعلان د خالي، شنبې، په ورځ وکړو او ویې وېل د دې ضرورت ځکه پېښ شوی چې اوکراین سره د مغربي ملکونو پوځي مرسته مخ په زیاتېدو ده او برطانيې اوکراین د داسې ډول ګولۍ ورکوي چې زغره چلوي او استعمال شوي یورېنیم پکې کارول کېږي.

پوټن وویل په بېلاروس کې د روس ټېکټېکل وسلې ځای په ځای کوی د هغه ډول اېټمي وسلو نه مختلفې نه دي چې امریکې په بېلجیم، جرمني، اټلي، هالېنډ او ترکي کې تعینات کړي دي.

پوټن وویل هغه څه کوي چې دوی يې د تېرو لسیزو راهسې کوي، په اتحادي ملکونو کې د اېټمي وسلو د چلولو ځایونه تیارول کېږي او عملې ته يې تربیه ورکول کېږي.

پوټن وویل د بېلاروس صدر الېکزېنډر لوکاشېنکو غوښتنه کوي چې د نېټو ملکونو د خطر مخه نیولو دپاره دې د هغه په ملک کې اېټمي وسلې وګمارل شي.

د وي او ای رپورټ وايي بېلاروس د دریو نېټو ملکونو لېټویا، لېتوېنیا او پولېنډ سره سرحدونه لري او فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین د یرغل شروع کولو دپاره روسي ځواکونو هم د بېلاروس خاوره استعمال کړې وه.

نېټو د صدر پوټن د اعلان غندنه وکړه.

د مغربي ملکونو د پوځي اتحاد ترجمانې اونا لنجېسکو وویل د نېټو ملکونو د اېټمي وسلو د تعیناتۍ سره د روس موازنه غلطه ده. هغې د اېټمي وسلو په اړه د روس بیان بازي خطرناکه او غیر ذمه وارانه وبلله.

رپورټونه وايي ټېکټيکل اېټمي وسلې د جنګ په مېدان استعمالېږي، د لنډې فاصلې پورې مار کولی شي او لویو وسلو په مقابل کې په وړه کچه تباهي کوي.

صدر پوټن وویل په بېلاروس کې د اېټمي وسلو واک اختیار به د روس سره وي او د جولای د لومړۍ نېټې پورې به د دغو وسلو د ذخیره کولو دپاره سهولتونه تیار وي.

امریکې وویل د صدر پوټن د اعلان په مضمراتو به نظر ساتي.

د امریکې د قومي سلامتیا ترجمانې اېډريېن واټسن وویل تر اوسه داسې څه اثرات نه دي ليدل شوي چې روس د اوکراین په جنګ کې اېټمي وسلې استعمالول غواړي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG