لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پېښور کې وکیلانو کار بندیز کړی دی


peshawar high court

عبدالرزاق- د خېبر پښتونخوا بار کونسل نن د ګل په ورځ ټوله صوبه کې د صوباي حکومت د ديوانې مقدمو په قانون کې د بدلون او د منشياتو پر ضد په قانون کې د ملزم د پاره د ضمانت نه ورکولو مادې پرځايي کولو پر ضد درې د ورځو د پاره کار بنديز پېل کړېدی.

وکيلان وايي چې کوم ترميمونه په دغه قانونو کې راوړل شوې دي هغې سره د ديواني مقدمو په ځنيو کېسونو کې د عام ولس نه د اپيل کولو حق اخستی شویدی۔

وائس اف امريکا ډيوه نيوز سره د خبرو په مهال د پېښور هايي کورټ فضل شاه مهمند ايډوکېټ اوویل چې دې نه وړاندې به ديواني مقدمو کې د سول جج فېصلي پرضد يو تن سېشن جج ته اپيل کولو اختيار درلودو خو په قانون کې بدلون کولو روستو وس چې څوک د سول جج د فيصلې خلاف اپيل کوي هغه به هايي کورټ ته رجوع کوي چې لوجې يي عام ولس ترڅنګ د لرې پرتو سيمو وکيلان هم د ستونزو سره مخ کېدلې شي۔

"چې کوم په سي پي سي کې ترميم شوی دی نو عجيبه خبره خو دا ده چې د اپيل حق يي ختم کړېدی، په څه کېسنو کې هغه يي هايي کورټ ته ورکړی او په څه کې يي ختم کړېدی۔ د هغې نه علاوه دا نوی بدلون دا وايي چې مېن کېس تاسو کوۍ نو هغه به په يو عدالت کې کوۍ او کوم چې ستاسو ارجنټ ريليف دی نو هغه به په بېل عدالت کې کوۍ، نو دا يو عجيبه شان صورت حال دی او وکيلان دا وايي چې عملن دا ممکن نه دي"

نوموړي زياته کړه چې کوم خواست کونکي په ديواني مقدمو کې سټې يا د عدالت نه حکم امتناهي اخيستو د پاره درخواست جمع کوي نو هغه به په دې خبره مجبوره وي چې په هايي کورټ او ماتحت عدالتونو کې د مقدمې د پاره جدا جدا وکيلان وونيسي، هغه مخکې ووي چې منشياتو پرضد قانون کې ملزم ته د ضمانت اختيار نه ورکول د بشري حقنو پرضد دي۔

" نارکاټيکس لا خبره ده نو په هغې کې د ضمانت چې کوم ترميم شوې دې نو په هغې د ضمانت شق موجود نشته، نو چې يو ملزم بې ګناه طور په کېس کې ملوث شي، نو هغه به ټول عمر ترد کېس د ختمېدو پورې په جېل کې پروت وي؟"

د ياد عدالت يو بل وکيل اياز خان ډيوه ته وويل چې دې نه وړاندې به ديواني مقدمو کې شهادت د جج په مخکې ريکارډ کېدو ولې قانون کې بدلون روستو سره دغه اختيار يو کمېشن ته ورکړې شوې کوم چې به د خواست کونکي نه د شهادت جمع کولو د پاره درنه درنه فيسونه اخلي او دا چې په دې طريقه عام ولس ته په اسانه انصاف ورکول نه دي بلکه د هغوي مشکلات نور هم سوا کول دي۔

هغه دا هم وويل چې د کمېشن پېسي د ديرش او څلويښتو زره نه کمې نيشته او هغه به دغه درخواست ګزار ورکوي او دا چې د جج په غېر موجودګي کې شهادت ووشي نو هغې فېصله به څنګه کېږې، اياز خان زياته کړه چې په هايي کورټ کې لګ تر لګه يولاکه او پيځيوشت زره کيسونه پراته دي او چې د نوي ترميم مطابق نور کېسونه هم د ضلعو نه هايي کورټ ته راشي نو هايي کورټ به څنګه هغه فېصله کۍ۔

پېښور هايي کورټ ته صوابۍ نه رغلې ساجد خان وايي چې و وکيلانو هړتال لوجې يي د کېس سماعت ملتوي شو او دا چې په صوبه کې هر ډول کاربنديز پيل کېدو سره د عامو خلقو مسلې سوا کېږي۔۔

د خېبر پښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ډيوه ته وويل چې ديواني مقدمو په قانون کې ترميم کولو مقصد عدالتي نظام نور هم موثر جوړول دي کوم چې به د عام ولس په ګټه وي او دا چې په قانون کې د بدلون په اړه صوبايي حکومت به د وکيلانو غوښتنې ضرور واوري۔۔۔

ياده دې وي چې د پېښور هايي کورټ چيف جسټس وقار احمد سيټ په احکاموتو د ديواني مقدمو زر فيصله کولو او د هغې د پاره موثر لاره روسيتلو په عرض په ججانو او وکيلانو مشتمل ۷ کسيزه يو کميټي ټاکلې شوېده، دغه کميټي به په يادو مقدمو کې اصلاحاتو روړلو او خه قانون جوړولو په اړه عدالت ته خپل سفارشات وړاندي کوي۔

Recommended

XS
SM
MD
LG