لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په زیارت کې د  لېویز وژل شویو عسکرو مړي خاورو ته وسپارل شوو


د پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه۔
د پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه۔

په بلوچستان کې د لېویز عسکرو د وژل کېدو په سر شروع شوی احتجاج ختم کړی شوی او د وژل شویو

عسکرو جسدونه خاورو ته د سپارلو پرېکړه له تېرو دولس ورځو وروسته وکړی شوه.

د وژل شوي نايب رسالدار مدثر حسين ورور، مزمل خان و ډيوه ته وويل له دوو وجو يې د وژل شوو د مړو د ښخوولو پريکړه وکړه،

اول دا چې جسدونه نور په احتجاج کې د کښېودلو قابل نه وو او دويمه دا چې حکومتي پلاوي بيګه شپه د دوی(پرلت د کمېټۍ) ځينې غوښتنې منلې او د نورو غوښتنود منلو ډاډ يې ورکړی"موږ د خپلو شهيدانو د تدفين پريکړه پرون ماښام د حکومتې وفد په راتلو سره وکړه، زموږ چې کم مطالبات و هغه دوي پنځوس سلنه منلي"۔

احتجاجي پرلت وروسته له هغه پيل شو کله چې د اګست پر شپږويشتمه نېټه د زيارت په مانګي ډیم سيمه کې د ليويز ځواک موټر په بمي برید کې په نښخه شوی، چې په ترڅ کې يې په موټر کې ناست د ضلع زيارت د ليويز ځواک مشر، رسالدار مېجر، نايب رسالدار او يو سپاهي ووژل شو او درې سرتيري ټپيان شوه۔

د پېښې زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بي ايل اې منلې وه۔

له پېښي وروسته د وژل شوو د کورنيو او د ځايي سياسي ګوندونو له لوري د پېښي پرضد سخت خفګان او د احتجاجي پرلت په شکل کې غبرګون ښکاره کړل شو۔

احتجاجي پرلت چې مشري يې د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ پخوانی وزير او قامي مشر نواب ايازخان جوګيزی کوي، د ږ‎و او کوټې پر لويه لار “زيارت کراس” سيمه دوولسمه ورځ هم دوام لري۔

ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو او د تجارانو تنظيمونو د دې پرلت او د غوښتنو یې ملاټر اعلان کړی و.

د احتجاجي پرلت کمېټۍ د زيارت د ، ډپټي کمشنر، د ايف سي ځواک د ځايي کيپټن پر ضد د ايف آی آر د درج کولو، له ضلع زیارت او ہرنایي څخه د ايف سي ځواکونو د ايستلو او د پېښې د پلټنې لپاره د جوډيشل کميشن د جوړولو غوښتنه کړې وه۔

د مزمل کاکړ په خبره حکومتي زمه واره چارواکو کمېټۍ ته ډاډ ورکړی،چې د پېښې د پلټنې لپاره به عدالتي کميشن جوړوي ، ايف سي ځواک به تر خپلو قلعو محدوده کېږي، او د کمېټۍ د نورو غوښتنو د پوره کولو لپاره به د کمېټۍ مشران د مرکزي حکومت له زمه واره چارواکو سره کېنوي،

“موږ ته يې دا وعده راکړه چې موږ به اسلام اباد ته له لوړ پوړي چارواکو سرہ ناستې ته ځو، ځينې اختيارات کم چې له موږ( ایالتي حکومت) سره نه له وفاق سره کار لري هغه به موږ په دغه ميټينګ کې ډيسکس کوو او هغه رپورټ به موږ د بلوچستان حکومت ته هم ورکوو"۔

بل لوري ته د بلوچستان حکومت د وژل شوو و کورنيو ته د انصاف د ورکولو تر څنګ د مالي مرستې اعلان هم کړی دی۔

اجتجاجي پرلت ته د وينا پر مهال د پرلت د کمېټۍ مشر نواب اياز خان جوګيزي وويل، يوازې به د وژل شوو مړي خاورو ته سپاري، د پرلت په ځای کښې به درې ورځې فاتحه اخيستل کېږي او له هغه وروسته به يو قامي جرګه رابلل کېږي چې به پکښې د راتلونکي پرېکړه کوي۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG