طالبان دې ښځو ته د هغوي ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حقونه ورکړي: لېنډا رابنسن
د امریکا یوې څیړنیزې ادارې کونسل ان فارن ریلېشنز کې د ښځو او خارجه پالیسې په څانګه کې کارکونکې لېنډا رابنسن وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه ویلي، افغان طالبان باېد افغان ښځو ته پوره ټولنیز، سیاسي او اقتصادي حقونه ورکړي. مېرمن لېنډا زیاتوي په تیرو دوو کالو کې د افغان مېرمنو تر څنګ ټول افغانان اغیزمن شوي او که حالات هم دغه شان پاتې شي نو افغانان به د هیواده بهر تلو(تېښتې) ته دوام ورکړي. د وي او ای ډیوه ماه وش جلیل د مېرمن لېنډا رابنسن سره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوریه کیدو او په ښځو لګیدلو بندیزونو په اړه مرکه کړې.