لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن په افغانستان اوعراق کې پاتې شوې کمانډر په خپله کابینه کې د دفاع وزیر اخلي


تمه ده پخوانی پوځي کمانډر جنرل لویډ اسټين د امریکا راتلونکی صدر جو بایډن په خپله کابینه کې د دفاع د وزیر په توګه واخلي.

که چري سینیټ یې منظوري ورکړه نو دا به د امریکه په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو تور پوستکی جنرل به د دفاع چارې په لاسو کې واخلي، د پینټاګان د نوي ممکنه بوس په حقله مطبوعات وايي یو لایق، جنرل دی چې نه یواځې د دفاع د چارو ماهر دی بلکې د مشرانو سره د ښو اړیکو چلونه یې هم زده دي.

جنرل اسټین چې په 2016 کې کله خپله څوکۍ پرېښودله نو هغه وخت د امریکا د مرکزي کمانډ مشر ؤ. د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ ډېر مهم بلل کیږي، ددې کمانډ لاندې د افغانستان او عراق د پوځي عملیاتو نه پرته ټول منځني ختیز او جنوبي اېشیا هیوادونه هم دي.

ښاغلی اسټین د امریکا په جنوب شرقي ریاست الاباما کې په 1953 کې زېږېدلی ؤ او په ګاونډ کې جارجیا کې لوی شوی دی.

هغه په 1975 کې په ویسټ پواینټ کې د امریکا د پوځي اکیډمۍ ډګري اخستې ده. هغه د خپلو څلورو لسیزو د پوځ د نوکرۍ شورو په شمالي کیرولاینا کې د دوه اتیایم ایر بورن نومې ډوېژن د جنګیدونکي دستې د مرستندویه کمانډر په توګه کړې وه، په فورټ برېګ کیرولاینا کې دا دسته د امریکا په پوځ کې لیجنډري ګڼل کېږي.

اسټېن هم په شمالي کیرولاینا کې د فورټ بریګ مشري وکړه او لیفټینینټ جنرل جوړ شو.

ددې ورستو ښاغلی اسټین د 2010 نه تر 2011 پورې په عراق کې د امریکا د ځواکونو کمانډر ؤ، په دغه موده کې اسټېن د امریکا په مشرۍ کې د هغه ځواکونو چارې څارلې چې په عراق کې جنګیدلي وو او د عراقه د امریکا د ځواکونو د ستنیدلو د عمل مشر ؤ.

اسټین په 2016 کې د امریکا د مرکزي کماندې کمانډر جوړ شو. ددې کمانډ لاندې د منڅني ختیز نه پرته په افغانستان کې پوځي عملیات هم راځي.

ښاغلي اسټین ته نه يواځې په پوځي اداره بلکې اولسي حکومت کې د احترام په سترګه کتل کېږي.

د اسټين د ریټایرمینټ په مهال د هغه وخت صدر براک اوبامه ویلي وو:

“امریکا چې د خپلو پوځي مشرانو نه څه غواړي هغه د هغويي په کردار او اعتماد کې ځلېږي”

اسټین په2015 کې د تنقید سره هم مخ شوی ؤ، هغه په شام کې د جنګېدونکي پوځ د تربیې مشري کوله، د 500 میلینو ډالرو دغه پروګرام ناکامه شوی ؤ.

د څلور ستورو دې جنرل په پینټاګان کې په دوه اهمو څوکو هم کار کړی دی؛ د 2009 نه تر 2010 پورې جواینټ چیف او سټاف ډایرکټر ؤ او بیا د 2012 نه تر 2013 پورې د پوځ مرستیال چیف اف سټاف جوړ شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG