واشنګټن (ای پي) اسرايلي جنګي جهازونو او ځمکني ځواکونو په غزه کې د حماس په هدفونو حملې دوامداره ساتلي او او وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو د ډز بندۍ غوښتنې رد کړي دي.
د غزه د دوه اشاریه درې مېلین ابادۍ نیمايي برخه خلک د کورونو نه وتلي او د ملګرو ملتونو په انتظام په سکولونو کې جوړ مرکزونو کې يې پناه اخېستې ده. د سکولونو ترڅنګ په هسپتالونو کې هم ګڼ شمېر خلکو د زخمیانو ترڅنګ پناه اخیستې ده.
د حماس د انتظام دلاندې د غزه د صحت وزارت ترمخه، د حماس او اسرایل په جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېره ۸۳۰۶ ته رسېدلې ده. په وېسټ بېنک هم په تشدد او په اسرایلي چاپو کې ۱۲۲ کسان وژل شوي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د ۱۴۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. وژل شوي زیاتره کسان ملکي کسان وو. د دې ترڅنګ د حماس وسله والو ۲۴۰ یرغمال کړي هم وو. اسرایلي ځواکونو یرغمال شوي یوه ښځینه اسرایلي عسکره راخلاصه کړې ده.
دوه نورې یرغمال مېرمنې حماس ازادې کړي دي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د اسرایل ځکمني ځواکونه په غزه کې د حماس په ضد پ منظمه ډول پرمختګ کوي.
نېټن یاهو دغه خبره د ګل، دوشنبې، په ورځ د جنګ په اړه د خپلې کابېنې غړو ته وکړه.
بلخوا، اسرایلي پوځ وویل اسرایلي ځواکونو یرغمال ښځينه اسرایلي عسکره د حماس د ولکې نه ازاده کړې ده.
پاپ فرانسېس د اسرایلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده. هغه وویل چې یرغمل شوي کسان باید زر خوشې کړی شي
پاپ فرانسېس د اسرایلو او حماس ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.
هغه وویل چې یرغمل شوي کسان باید زر خوشې کړی شي
د اسرايل د وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د اعلان، چې د حماس پرضد د جګړې دويم پړاو ته داخليږي، د اسرايل د دفاعي ځواک وياند په خلکو غږ کړی چې د حماس د قوي مرکز سره لرې ووځي.
د اسرایل د دفاعي ځواکونو وياند ويلي، "زمونږ جګړه د د حماس سره ده نه چې د غزې د خلکو سره".
د اسرايل دفاعي ځواکونو ويلي، د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو ترڅنګ، د اسرايل جنګي الوتکو په تېرو 24 ساعتونو کې د غزه په پټۍ کې د حماس نور 450 اهداف په نخښه کړي دي.
په څو ورځو کې تل ابيب په دويم ځل د غزې پټۍ ته د امدادي مرستو ور رسولو ويلي دي. او يو اېن آر ډبليو اې تاييد کړی په غزه کې په جزوي توګه انټرنېټ بحال شوی دی.