واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) اسرایلي ځواکونه او د حماس وسله وال د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه ښار کې جنګېدل په داسې حال کې چې په زرګونو فلسطینیان د غزه د شمالي برخې نه د جنوبې برخې په لوري روان وو.
د ځمکنۍ جګړې ترڅنګ د اسرایلي ځواکونو په سیمه هوايي بمبارۍ ته هم دوام ورکړی و.
د جګړې له امله په لویه شمېره کې خلک بې کوره شوي دي او د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې یو اېس افس فار دي کوارډینېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ 50000 کسان د غزه جنوبي برخې ته ووتل.
د غزه د شمالي برخې نه فلسطینیانو د وتلو دپاره اسرایل د اتوار، یکشنبې، په ورځ هغه لاره خلاصه کړله چې د غزه شمالي او جنوبي برخې د يو بل سره نخښلوي.
کراچۍ (ای پي/روېټرز/ای اېف پي) د اسرايل پوځ د شورويا چهارشنبې په ورځ ویلي،د حماس وسله والو د غزه پټۍ د شمالي برخې کنټرول د لاسه ورکړی او د زرګونو په شمېره کې خلک د خونديتوب دپاره جنوب پله تګ کوي .
د اسرايل د دفاعي ځواک ویاند ډېنيل هګاري ويلي، د غزې 50زره خلک یې ليدلي چې د شمال نه جنوب پله روان وو، دوی ځکه دغه علاقه پرېږدي، پوهيږي چې حماس د شمال کنټرول دلاسه ورکړی او په شمال کې یې کنټرول په دوامداره توګه د لاسه روان دی.
د اتوار په ورځ اسرایل خلکو ته د وتلو لاره پرانستې کومه غټه لاره چې د غزې شمال او جنوب يو بل سره نښلوي.
فلسطيني کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې UNRWA ويلي د اتوار د ورځې نه چې لاره خلاصه شوې 40زره خلک جنوب ته منتقل شوي چې زیاتره ماشومان او د پاخه عمر خلک وو او په پښو تللي دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په بریدونو کې 1400 اسرایليان وژل شوي او تر 240 پورې نور يرغمل کړی شوي وؤ ، امریکې، برتانيې، يورپي يونين او نورو لویديځو هيوادو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده
واشنګټن (روېټرز/ای پي/ای اېف پي) د اسرایل پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د فلسطیني مسلح ډلې حماس مشر وسله جوړوونکي يې وژلی دی او اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس خلاف هوايي او ځمکنۍ حملې جاري ساتلي دي.
د اسرایل د دفاع وزیر ترمخه، اسرایلي ځواکونه په غزه ښار کې عملیات کوي او ملکي فلسطینیان غزه د شمالي برخې نه د جنوبي برخې په لوري هجرت کوي.
د ملګرو ملتونو د انساني امداد ادارې یو اېن افس فار دي کوارډينېشن اف هیومېنېټېرین افېیرز د اندازې ترمخه د نهې، سه شنبې، په ورځ ۱۵۰۰۰ کسان د غزه د شمالي برخې نه ووتل. دغه شمېره د یوې ورځې د شمېرې نه درې چنده زیاته وه
د ملګرو ملتونو مختلفو ادارو او نورو نړیوالو امدادي تظیمونو په یو مشترکه بیان کې غوښتنه کړې چې په غزه کې دې د انساني خواښوږۍ په بنیاد په سمدستي ډول ډزبندي و کړی شي.
د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي ترهغه وخت به دحماس خلاف جګړه کې اوربند نه کوي ترو چې حماس یرغمال کسان ازاد نه کړي. د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حملې په مهال حماس په سلګونو کسان یرغمال کړي دي.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د اتوار، يکشنبې، په ورځ په غېر اعلان شوي سفر فلسطیني وېسټ بېنک ته ورغلو ا د ګل، دوشنبې، په ورځ یې به انقرا کې د ترک چارواکو سره خبرې وکړې. بلېنکن کوښښ کوي چې د اسرایل او د حماس جګړه زیاته نه شي.
اسرایل ویلي د حماس خلاف جنګ شروع کېدو راهسې يې د وسله والو ۲۵۰۰ هدفونه وېشتلي دي.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ویلي د اووم اکتوبر راهسې په غزه کې د صحت خېر ښېګړې په مرکزونو ۱۰۲ حملې شوي دي.
په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي او د حماس د انتظام دلاندې د غزه دصحت وزارت وايي په غزه د اسرایلي په حملو کې ۹۷۰۰ کسان وژل شوي دي.