اسرایل وايي په بېروت کې يې د حزب الله یو کمانډر وژلی
واشنګټڼ (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د لبنان په جنوب کې يې د حزب وسله والې ډلې یو کماڼدر وژلی دی. اسرایلي پوځ د لبنان په بقاع وادۍ کې ځايي اوسېدونکو ته د انخلا نوی امر هم اعلان کړو.
د اسرایل ډيفېنس فورسز، ايي ډي اېف، د حزب الله د وژل شوي کمانډر پېژندګول د حسین عواضته په نوم وکړه چې په مبینه توګه په اسرایل په حملو کې ککړ و.
اسرایل د لبنان په ځینو علاقو کې خلکو ته د خپلو سیمو نه د وتلو دپاره خبر پاڼې خپرې کړي چې په کې وېل شوي د حزب الله د مرکزونو سره نږدې خلک دې د خپلو ځایونو نه ووځي. د اسرایل د داسې ډول هدایاتو وروسته اسرایلي ځواکونه بیا حملې وکړي.
د اسرایل پوځ د حماس مشر یحیا السنوار د وژل کېدو امکان څرګند کړی
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په دې اړه تحقیقات کوي چې د فلسطيني مسلح ډلې مشر یحیا السنوار په غزه کې د دریو وسله والو په ضد عملیاتو کې وژل شوی دی.
اسرایلي پوځ په یو بیان کې وویل په دې پړاو د وژل شویو دریو واړو وسله والو د شناخت تصدیق نه شي کېدلی. اسرایل وویل داسې څه نخښې يې نه دي موندلي چې په کومه ودانۍ کې وسله وال په هدف شوي وو هلته د حماس په ولکه کې یرغمالان هم موجود وو.
السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملو منصوبه ساز بلل کېږي. د اګست په میاشت کې په تهران کې د حماس د پخواني مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو وروسته السنوار د ډلې مشر ونومول شو. ایران په اسرایل د هنیه د وژلو الزام لګولی دی خو اسرایل د دې خبرې نه تصدیق او نه هم تردید کړی.
په عین حال کې په غزه کې د صحت چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په یو سکول کې د کوره شویو خلکو دپاره په پناه ګاه د اسرایل په هوايي حمله کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي چې ماشومان هم په کې شامل دي.
اسرایلي پوځ وویل په جبلیه کې په سکول کې يې د حماس او د اسلامېک جهاد ډلو په لسګونو وسله والو يې د حملې نخښانه وو.
اسرایل د حماس د مشر یحیا السنوار د وژلو تصدیق وکړو
واشنګتن (ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ اسرایلي چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ دا تصدیق وکړو چې د فلسطيني مسلح ډلې حماس مشر یحیا السنور يې په غزه کې وژل دی.
د اسرایل خارجه وزیر ازرایل کاټزد السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو او د هغه وژنه يې د اسرایلي پوځ دپاره عسکري او اخلاقي کامیابي وبلله.
د اسرایل صدر اېزک هرزوګ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او غوښتنه يې وکړه چې د حماس د ولکې څخه د یرغمالانو د ازادولو دپاره دې په چټکتیا ګامونه واخیستل شي.
هرزوګ وویل السنوار په اسرایل د اووم اکتوبر د حملې مرکزي منصوبه ساز و د کلونو راهسې د اسرایلیانو خلاف ترهکرۍ کې ککړ و.
د دې نه مخکې اسرایلي پوځ د السنوار د وژل کېدو امکان څرګند کړی و. اسرایلي پوځ ویلي وو چې السنوار په هغه دریو وسله والو کې شامل و چې په غزه کې د اسرایلي عسکرو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
یوشپېته کلن السنوار د غزه په خان یونس کلي کې د کډوالو په یو کېمپ کې زېږېدلی و. حماس چې په کال ۱۹۸۷ کې جوړ شوی، السنوار يې په اولنو غړو کې شامل و او بالاخېر د ډلې د هغه امنیتي څانګې مشر شو چې هدف يې د حماس نه د اسرایل دپاره د جاسوسي کوونکي لرې کول وو.
صدر بایډن: د السنوار وژل کېدل د دنیا دپاره "ښه ورځ "ده
واشنګټن (ای اېف پي) ډ امریکې صدر جوبایډڼ د حماس د مشر یحیا السنوار وژل کېدل د دنیا دپاره "ښه ورځ" وبلله او ويې وېل اوس به په غزه کې n جنګ بندۍ او د یرغمالانو د ازادولو دپاره د معاهدې لاره ازاده شي.
جرمني ته د سفر په مهال بایډن د السنوار د وژنې په اړه په یو لیکل شوي بیان کې وویل "دا د اسرایل، د امریکې او د دنیا دپاره ښه ورځ ده."
د بایډن د خبرو نه مخکې اسرایل په غزه کې د جګړې په مهال د دوو نورو وسله والو ترڅنګ د السنوار د وژلو تصدیق وکړو.