د حماس مشر د وژلو وروسته اسرایل په غزه هوايي حملې کړې دي
واشنګټن (ای اېف پي) ـ اسرایل په غزه کې د حماس خلاف د جمعې په ورځ تازه حملې په داسې حال کې وکړې چې یوه ورځ مخکې اسرایل د حماس د مشر یحیا السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.
السنوار په اسرایل د تېر کال د اووم اکتوبر د حملې مرکزي منصوبه ساز بلل کېږي او اسرایلي چارواکو وویل هغه د دوو نورو وسله والو ترڅنګ په غزه کې د اسرایلي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او ويې وېل حماس شروع کړی جنګ لا ختم نه دی خو د السنوار وژنه جنګ د ختمېدو شروعات دي.
نېټن یاهو د السنوار وژنه په غزه د حماس د حکومت د زوال اهم تکی وبللو.
السنوار په غزه کې د حماس مشر خو په جولای کې د حماس د سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه په تهران کې د وژل کېدو وروسته السنوار د حماس مشر نامزد شوی و.
د امریکې صدر جوبایډن د السنوار وژل کېدل "د اسرایل، د امریکې او د دنیا دپاره ښه ورخ" وبلله.
حماس د خپل مشر یحیا سنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) - فلسطیني مسلح ډلې حماس د جمعې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې مشر یحیا سنوار يې وژل شوی دی.
په غزه کې د حماس مشر خلیل الحیه د جمعې په ورځ په ټېلې وېژن نشر شوي پېغام کې وویل حماس وژل شوي "شهید" ته پېرزونې وړاندې کوي. الحیه سنوار "مستقل مزاجه، بهادر او زړه ور " وبللو او ويې وېل سنوار "زمونږ د ازادۍ د مرام دپاره خپل ژوند قربان کړو."
الحیه وویل د حماس په ولکه کې اسرایلي یرغمالانو به تر هغه وخت پورې ازاد نه کړي تر څو چې اسرایل په غزه کې حملې نه ودرولي او د سیمې نه يې خپل ځواکونه نه وي ويستلي.
اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په غزه کې د ۶۱ کلن السنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د السنوار د وژل کېدو هرکلی وکړو او ويې وېل حماس شروع کړی جنګ لا ختم نه دی خو د السنوار وژنه جنګ د ختمېدو شروعات دي.
د امریکې صدر جوبایډن د جرمني د دورې په مهال يې د السنوار د وژل کېدو په اړه د جمعې په ورځ وویل د حماس د مشر وژل کېدل د "انصاف وخت" ووبللو. "هغه په لاسونو د امریکایان، اسرایلیانو، فلسطینیانو او د نورو ګڼ مشېر خلکو وینا وه."
اسرایلي پوځ د لبنان د دریو عسکرو په وژلو بخښنه غوښتې
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د اسرایل پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ د لبنان په جنوب کې د اسرایلي ځواکونو په حمله کې د لبنان د دریو عسکرو په وژل معافي وغوښتله.
په عین حال کې، د اسرایل او حزب الله ترمنځ د ډز بندۍ په ممکنه شرطونو د خبرو دپاره امریکايي استازي د لبنان ښرښار بېروت ته رسېدلی دی.
د لبنان عسکرو د وژل کېدو په اړه د اسرایلي پوځ ترجمان وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ حمله کې د لبنان د پوځ یو موټر په حمله کې په هدف شوی
او دا چې اسرایلي پوځ د لبنان د پوځ خلاف عملیات نه کوي.
امریکايي استازی اېماکس هاکسټین به په بېروت کې د لبنان نګران وزیراعظم نجیب ميقاتي او د لبنان د پارلېمنټ سپیکر نبي بېري خبري اترې کوي.
د اسرایل او حزب الله جنګ د ودرولو د پاره د کوښښونو ترڅنګ، امریکا د لبنان په قانون سازانو دباو اچوي چې حکومتي ادارو د مضبوطولو په غرض دې د هېواد صدر هم منتخب کړي.
په غزه کې د ډزبندۍ دپاره کوښښونه د بیا تازه کولو په لړ کې بلېنکن اسرایل ته رسېدلی
واشنګټن (ای پي) - د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایل ته ورسېدلو چې په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ د ډزبندۍ دپاره کوښښونه بیا راتازه کړي، په داسې حال کې چې اسرایلي ځواکونو په غزه کې د حماس مشر یحیا سنوار وژل دی.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته دا د بلېنکن ۱۱ دوره ده چې د اور بند په لړ کې یې سیمې ته کوي خو د امن دپاره کوښښونه لا نه دي کامیاب شوي.
په غزه کې د حماس خلاف جنګ نه علاوه اسرایل په لبنان کې د حزب الله خلاف هم عملیات شروع کړي او د توقع کېږي چې اسرایل به ایران ته هم د اکتوبر په وړمبۍ نېټه په اسرایل د حملې جواب ورکوي.
اسرایل ته د بلېنکن د رسېدو نه څو ګنټې مخکې، حزب الله په مرکزي اسرایل د راکټونو حمله وکړه او د اسرایل د زیاتې ابادۍ په سیمه او د هېواد په نړیوال هوايي اډه يې د خطرې سایرنې وغږولې خو څه جاني نقصان يې و نه کړو.
اسرایلي پوځ وویل په پينځو کې يې د زیاترو لاره ونیوله او یو راکټ په ازاد مېدان کې وغورځېدو. اسرایلي پوځ وویل ۱۵ نور راکټونه هم د لبنان نه په اسرایل ورول شوي وو.
منځني ختیځ ته د بلېنکن د تګ نه مخکې، د امریکې سټېټ ډپارټمنټ د بلېنکن توجه به په غزه کې جنګ په ختمولو، حماس د ولکې نه د یرغمالانو په ازادولو او په غزه کې د فلسطینیان مشکلات په لرې کولو وي.