سټېټ ډپارټمنټ: بلېنکن په نېټن یاهو غږ وکړو چې په غزه کې د اوربند دپاره دې کار وکړي
واشنګټن (ای اېف پي) ـ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د نهې، سه شنبې، په ورځ په غزه کې د اسرایل او د حماس په جنګ کې ډز بندۍ په اړه د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو سره خبرې اترې وکړې.
په یروشلم کې د نېټن یاهو سره د بلېنکن د ملاقات وروسته، د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان مېټیو مېلر وویل بلېنکن د اسرایلي وزیراعظم نه غوښتنه وکړه چې په غزه کې د ډز بندۍ او فلسطیني سیمې ته د زیات بشري امداد دپاره دې کار وکړي.
مېلر وویل بېلنکن ټینګار وکړو چې نېټن یاهو دې د حماس د مشر یحیا سنوار د وژل کېدو نه ګټه پورته کړي، د یرغمالانو د ازادۍ او په غزه کې د
جنګ بندۍ دپاره دې کوښښونه وکړي چې دا ډول د اسرایلیانو او هم د فلسطینیانو دپاره مستقل امنیت ترلاسه کړی شي.
اسرایل تېره هفته په غزه کې د سنوار د وژل کېدو تصدیق وکړو.
په منځني ختیځ کې د امن په کوښښونو کې د امریکې خارجه وزیر سعودي عرب ته رسېدلی
واشنګټن (ای اېف پي) ـ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سعودي عرب سرښار ریاض ته ورسېدلو چې د اسرایل او د سعودي عرب ترمنځ سفارتي تعلقات قایمولو دپاره کوښښونه بیا راتازه کړي.
سعودي عرب ته د روانېدو نه مخکې بلېنکن په د اسرایل په تل ابیب ښار کې خبریالانو ته وویل د دې باوجود چې په سیمه کې څه وشول او هم موقعه ده چې په مکمله توګه په مختلف طرف تګ وکړی شي او په دې کې په ممکنه توګه د سعودي عرب او اسرایل ترمنځ تعلقات سمېدل هم شامل دي.
د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو وروسته بلېنکن د منځني ختیځ په ۱۱ دوره دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ يې په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او نورو اسرایلي چارواکو سره وليدل.
په غزه کې جنګ د شروع کېدو نه مخکې د یوې مجوزه معاهدې دلاندې د سعودي عرب او اسرایل د سفارتي تعلقاتو په اړه ګامونه پورته کېدل شروع شوي وو چې اسرایل سره سفارتي تعلقات قایمولو په بدل کې به سعودي عرب سره دفاعي او د غېر پوځي اېټمي پروګرام دپاره معاهده کولی شي.
نېټن یاهو او د نورو اسرایلي چارواکو سره د ملاقاتونو وروسته بلېنکن وویل وخت راغلی چې په غزه کې جنګ ختم کړی شي.
بلېنکن وویل د اووم اکتوبر راهسې اسرایل په غزه کط زیاتره سټرېټيجېک اهداف ترلاسه کړي او اوس وخت دی چې د هغه په قول دې کامیابیو ته مستقل شکل ورکړی شي او په سټرېټيجېک کامیابي شي.
بلېنکن: په غزه کې جنګ بندۍ دپاره مذاکرات به څو ورځو کې بیا شروع شي
واشنګټڼ ـ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ويلي په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د بندولو او د حماس په ولکه کې د باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره خبرې اترې بیا شروع کولی شي او مرکچیان به په اینده څو ورځو کې په دې لړ کې ملاقات کوي.
بلېنکن دغه اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دوحه کې د قطر وزیراعظم او خارجه وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ترڅنګ په مشترکه خبري کانفرنس کې وکړو.
بلېنکن په غزه کې فلسطینیان دپاره د ۱۳۵ مېلین ډالرو د بشري امداد اعلان هم وکړو.
اسرایل وايي د امن مذاکراتو دپاره به قطر ته مرکچیان ولېږي
یروشلم (ای اېف پي) ـ اسرایل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه کې د جنګ بندۍ په غرض کېدونکو مذاکراتو دپاره به قطر ته مرکچیان ولېږي.
د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر وویل د هېواد د استخباراتي ادارې موساد مشر ډېوډ برنیا به د قطري او امریکايي چارواکو سره خبرو دپاره د اتوار، یکشنبې، په ورځ د قطر سرښار دوحه ته سفر کوي.
هم د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل په غزه کې جنګ د بندولو او د حماس په ولکه کې باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره خبرې اترې به په اینده څو ورځو کې بیا شروع شي.
بلېنکن دغه اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دوحه کې د قطر وزیراعظم او خارجه وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ترڅنګ په مشترکه خبري کانفرنس کې وکړو.
دا لا نه ده معلومه چې ایا حماس به د خپل مشر یحیاسنوار د وژل کېدو وروسته د امن په نویو مذاکراتو کې کښېني او که نا؟