د اسرايل وزیراعظم وایي، پر ایران په "کره او قوي" برید سره یې "خپل ټول هدفونه" ترلاسه کړي
د اسرايل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وایي، پر ایران باندې د اسرايل بریدونه "کره او قوي" وو او وایي "خپل ټول هدفونه" یې ترلاسه کړي دي.
نتنیاهو د اکتوبر پر 27مه د حماس د تېرکال د بریدونو په مناسبت یوې غونډې ته وویل:
"موږ ژمنه کړې وه چې د ایران د بریدونو جواب به ورکوو او دا کار مو د شنبې- خالي په ورځ وکړ".
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي ویلي، پر ایران د اسرايل د بریدونو په اړه "باید مبالغه ونه شي او نه هم کم" وښودل شي. نوموړي پر خپل ایکس لیکلي دي:
"دوې شپې مخکې د صهیونیسټي [اسرايلي] رژیم شرارتونه نه باید ډېر زیات وښودل شي او نه سپک وګڼل شي. دوی باید د ایران د ملت او زموږ د هېواد د ځوانانو په قوت، اراده او اقدام پوه شي".
ایران وايي اسرايل په مرکز تهران او ځینو نورو ولایتونو کې ځینې برخې وېشتلي دي او "محدود زیان" یې اړولی دی، خو دا یې تایید کړې چې څلور پوځیان یې په برید کې وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به په ایران د اسرایل د حملې په موضوع غور کوي
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل به د ګل، دوشنبې، په بېړنۍ غونډه کې په ایران د اسرایل د حملو وروسته د منځني ختیځ په صورتحال غور کوي.
سوېټزرلېنډ چې د سیکورټي کاونسل صدارت کوي، وویل د غونډې غوښتنه ایران کړې او الجزایر، چین او يې روس ملاتړ کړی دی.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي د خالي، شنبې، په ورځ په ۱۵ غړو مشتمل سېکیورټي کاونسل ته خط کې وویل د" اسرایلي رژیم" ګامونه نړیوال امن ته خطر دی او په یوه نازکه سیمه کې نوره بې ثباتي پېدا کوي.
د خالي، شنبې، په ورځ په ایران د اسرایل په حملو کې اسرایلي جنګي جهازونو د ایران د مزایلو کارخانې په هدف کړې. د اسرایل د حملې نه څو هفتې مخکې ایران په قریباً ۲۰۰ بېلېسټېک مزایلو په اسرایل حمله کړې وه.
صدر بایډن: په غزه کې جنګ پکار ده چې ختم شي
واشنګټن (ای اېف پي) ـ د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل پکار ده چې په غزه کې ختم شي او هغه د ډز بندۍ دپاره کوښښونه بیا تازه کوي.
بایډن وویل "مونږ ډزبندۍ ته ضرورت لروو. پکار ده چې مونږ دا جنګ ختم کړوو. دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي، دا ختمېدل پکار دي."
په ډېلاوېیر ریاست کې د امریکې په صدارتي انتخاب کې وختي ووټ ورکولو وروسته بایډن خبریالانو سره خبرو اترو کې وویل هغه به د سولې دپاره په سمدستي ډول کار وکړي.
اسرایل د لبنان په مشرقي علاقه کې خلکو ته سیمې نه د وتلو امر کړی
واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پی/روېټرز) ـ اسرایلي پوځ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د لبنان د مشرقي علاقې بقاع وادۍ په ځینو برخو کې مقامي اوسېدونکو ته سیمې نه د وتلو امر وکړو او د حزب الله خلاف د پوځي اقداماتو خبرداری يې وکړو.
د اسرایل د ډیفېنس فورسز ترجمان (نې) وویل د دورس، بعلباک او د عین بورضای سیمو اوسېدونکي دې د خپلو کورونه پرېږدي.
د مقامي خلکو ته د خپلو سیمو نه د انخلا د اسرایل د احکاماتو وروسته اسرایلي ځواکونه په دغو سیمو کې اکثر هوايي بمباري کوي چې د اسرایلي چارواکو په قول هدف یې د حزب الله وسله وال د اسرایل د سرحد نه په تمبول دي.
اسرایل دغه طریقه په غزه کې هم استعمال کړې چې ملګرو ملتونه او د امدادي ادارو چارواکي پې نیوکې کوي او وايي ملکي کسان اکثر د انخلا دپاره تیار نه وي او د تګ دپاره محفوظ ځای هم نه لري.