لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.
د 2024 کال د اکتوبر پر 9مه د لبنان جنوبي ښار تایر ته څېرمه په یوه کلي باندې د اسرایل له هوایي برید وروسته لوګي پورته کیږي.

د منځني ختیځ د شخړې تازه حال

22:40 30.10.2024

د حزب الله نوی مشر وايي د اسرایل خلاف جنګ به جاري ساتي

قاسم یوه ورځ مخکې د حزب الله نوی مشر وټاکل شو چې د حسن نصرالله ځای ونېسي. نصرالله د ډېرې مودې راهسې د حزب الله مشر و. هغه د لبنان سرښار بېروت په مضافاتو کې تېره میاشت د اسرایل په هوايي حمله کې ووژل شو

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په لبنان او د اسرایل په شمال کې به تر هغه وخت پورې جنګ دوامداره ساتي ترڅو چې اسرایل د ډز بندۍ داسې تجویز نه وي وړاندې کړی چې ډلې دپاره د قبلولو وړ وي.

قاسم وویل که اسرایل "جارحیت" ودرولو او د حزب الله د شرطونو سره يې سمون خوړلو نو ډله به يې ډز بندي ومني. د هغه رېکارډ شوی پېغام د نامعلومه ځای نه په ټېلې وېژن نشر شو.

هغه وویل د ډزبندۍ غوښتنه نه کوي او د نامعلومه مودې پورې به جنګ ته دوام ورکوي.

قاسم یوه ورځ مخکې د حزب الله نوی مشر وټاکل شو چې د حسن نصرالله ځای ونېسي. نصرالله د ډېر وخت راهسې د حزب الله مشر و او د لبنان سرښار بېروت په مضافاتو کې تېره میاشت د اسرایل په هوايي حمله کې ووژل شو.

د اسرایل د توانای وزیر اېلي کوهن وویل د حکومت د جنګ کابینې حزب الله سره د ډزبندۍ په شرایطو خبرې اترې شروع کړي دي. هغه یو اسرایلي رېډیو ته وویل په دې خبرو اترو کې به وخت لګي.

16:59 31.10.2024

فلسطیني چارواکي وايي په وېسټ بېنک کې د اسرایلي ځواکونو په چاپه کې درې کسان وژل شوي دي

د صحت د فلسطيني وزارت ترمخه، تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې ۷۶۳ فلسطینیان وژلي دي
د صحت د فلسطيني وزارت ترمخه، تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې ۷۶۳ فلسطینیان وژلي دي

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ فلسطيني چارواکو ویلي په مقبوضه وېسټ بېنک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال درې کسان وژل شوي دي.

په عملیاتو کې د کډوالو د نور شمس کېمپ په سیمه کې هوايي حملې هم وشوې.

اسرایلي پوځ وویل د ترهګرو بنیادي اډاڼه يې په هدف کوله او د حماس هغه وسله وال يې ووژلو چې د حملو په منصوبه سازۍ کې ککړ و.

د صحت د فلسطيني وزارت ترمخه، تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته اسرایلي ځواکونو په وېسټ بېنک کې ۷۶۳ فلسطینیان وژلي دي.

21:46 31.10.2024

په منځني ختیځ کې په مختلفو محاذونو جګړې دوام لرلو، لږ تر لږه ۱۶ کسان په کې ووژل شوو

د زیارت، پنجشنبې، د ورځې په دې تصویر کې د اسرایل او د حزب الله د جګړې یو منظر لیدل کېږي
د زیارت، پنجشنبې، د ورځې په دې تصویر کې د اسرایل او د حزب الله د جګړې یو منظر لیدل کېږي

واشنګټن (وي او ای/ای پي/ای اېف پي/روېټرز) ـ په منځني ختیځ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ومختلفو محاذونو جګړې دوام لرلو او لږ تر لږه ۱۶ کسان په کې ووژل شوو.

پينځه کسان د اسرایل په شمال کې د لبنان څخه په ويشتلو شویو وسله کې ووژل شوو. د چارواکو په وېنا په اسرایل کې په وژل شویو کسانو څلور غېر ملکي امدادي کارکوونکي او یواسرایلي کروندګر شامل دي. په لبنان کې چارواکو وویل د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شوو چې د صحت شپږ کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د دې نه مخکې په رپورټونو کې وېل شوي وو چې په مقبوضه وېسټ بېنک د اسرایلي چاپې په مهال لږ تر لږه درکسان وژل شوي وو.

اسرایلي پوځ وویل په شام کې د حزب الله د وسلې په ګودامونو او په مرکزونو يې حملې وکړې. اسرایلي پوځ وویل حزب الله د لبنان د سرحد سره نږدې په شام کې وسلې ذخیره کوي او بیا يې لبنان ته سمګل کوي.

16:50 1.11.2024

فلسطیني خبري اداره وايي په غزه کې تېره شپه اسرایلي بمبارۍ ۴۷ کسان وژلي

اسرایلي پوځ وویل عسکرو يې په مرکزي غزه کې یو شمېر مسلح ترهګر ختم کړل او د شمالي غزه په جبلیه سیمه کې يې په لسګونو ترهګر ووژل
اسرایلي پوځ وویل عسکرو يې په مرکزي غزه کې یو شمېر مسلح ترهګر ختم کړل او د شمالي غزه په جبلیه سیمه کې يې په لسګونو ترهګر ووژل

واشنګټن (روېټرز) ـ فلسطیني خبري ادارې وفا د جمعې په ورځ په يو رپورټ کې وویل په مرکزي غزه کې تېره شپه د اسرایل په بمبارۍ کې ۴۷ کسان وژل شوي دي، چې زیاتره ښځې او ماشومان دي.

وفا وویل دا حملې د غزه په ډیر البلاح، النصیرت کېمپ او په الزوایده کلي کې شوي دي.

اسرایلي پوځ وویل عسکرو يې په مرکزي غزه کې یو شمېر مسلح ترهګر ختم کړل او د شمالي غزه په جبلیه سیمه کې يې په لسګونو ترهګر ووژل.

نور کتل

XS
SM
MD
LG