په خېبر پښتونخوا کې د څاروو د څرمنې ناروغۍ لمپي سکن کې زیاتوالی راغلی
په خېبر پښتونخوا کې د څاروو د ساتنې محکمې چارواکي وايي په ایالت کې د څاروو د څرمنې ناروغي لمپي سکن کې زیاتوالی راغلی چې له سببه یې په سلګونو څاروي مړه شوي دي. چارواکي وايي د دغه ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې وېکسین لګول پېل کړي.