لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د کونړ ولایت ځینې اوسېدونکي وايي په سیمه کې یې د پاکستان راکټونه لګېدلي دي


د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه ځايي طالب چارواکو د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني راکټونو د لګېدلو تصدیق کړی خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی
د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه ځايي طالب چارواکو د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني راکټونو د لګېدلو تصدیق کړی خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی

د افغانستان د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکو ویلي د سیمې په ځینو برخو کې یې د پاکستان نه ویشتل شوي راکټې ورغورځېدلي دي چې له امله یې ګڼ شمېر کسان زخمیان او وژل شوي دي.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه ځايي طالب چارواکو د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني راکټونو د لګېدلو تصدیق کړی خو نور تفصیل یې نه دی ورکړی.

په دې اړه د پاکستاني مامورینو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو په تېرو وختونو کې پاکستان دا دعوې رد کړي چې ځواکونو یې په افغانستان راکټونه ویشتلي دي.

د کونړ یو اوسېدونکي د وي او ای اشنا څانګې ته د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې د پاکستاني راکټونو د لګېدلو په نتیجه کې یو تن زخمي شوی او ځینو کورونو ته زیان رسېدلی دی.

د کونړ د اوسېدونکو ترمخه د پاکستاني راکټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ ناوخته پیل شوي چې تر ناوخته یې دوام درلود. یو عېني شاهد ټینګار وکړ چې د پاکستان د غاړې د ۶۰ څخه تر ۸۰ راکټونه د افغانستان لوري ته غورځېدلي دي.

د وي او ای د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه په کونړ ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس نجیب الله حنیف سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې د راکټي بریدونو له امله خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

ښاغلي حنیف همدارنګه ویلي چې د دغه ولایت په مرورې ولسوالۍ کې هم څو راکټونه لګېدلي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په سر د تاوتریخوالي رپورټونه وخت په وخت مخې ته راځي. دواړه ملکونه وايي مخالفین یې د یو بل د خاورې نه د دوی په ضد حملې کوي.

دا میاشت د پاکستان پوځ ویلي وو چې د پولې د پورې غاړې څخه حمله کې یې په کرمه ضلع کې پېنځه عسکر وژل شوي دي.

افغان مامورین دا خبره ردوي چې د ملک په خاوره یې د پاکستان مخالف وسله وال موجود دي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په يو د رپورټ کې ویلي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي غوښتلي چې اداره دې د افغانستان او هندوستان څخه د پاکستان په ضد د حملو مخنیوی وکړي. د اخبار ترمخه پاکستاني استازي دغه خبره پس له هغې وکړه چې هندوستان په پاکستان دا الزام ولګولو چې پاکستان د هندوستان د انتظام دلاندې کشمیر کې د ترهګر ۍ ملاتړ کوي.


ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG