لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس موجوده صدر اېمېنول مېکران صدارتي انتخابات وګتل


د رویټرز خبري ادارې ترمخه د فرانس د کورنیو چارو وزارت وویل د صدارتي انتخاباتو ۹۷ فیصد ووټونه شمېرل شوي چې مېکران پکې ۵۷ اشاریه څلور فیصد رای ترلاسه کړي دي
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د فرانس د کورنیو چارو وزارت وویل د صدارتي انتخاباتو ۹۷ فیصد ووټونه شمېرل شوي چې مېکران پکې ۵۷ اشاریه څلور فیصد رای ترلاسه کړي دي

د فرانس موجوده صدر اېمېنول مېکران د هېواد په صدارتي انتخاباتو کې د ښي لاس حریفې مېرین لپېن په مقابل کې د اتوار، يکشنبې، په بریالی وبلل شو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدارتي انتخاب دواړو امیدوارانو نه یوازې په کورنیو مسلو بلکې په یورپ کې د فرانس په کردار، نېټو او په نړیوالو مسلو د يو بل نه انتهايي بدل نظرون لرل.

مېري لپېن خپل ماتی ومنلو او د پلویانو شکریه یې ادا کړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د فرانس د کورنیو چارو وزارت وویل د صدارتي انتخاباتو ۹۷ فیصد ووټونه شمېرل شوي چې مېکران پکې ۵۷ اشاریه څلور فیصد رای ترلاسه کړي دي.

د امریکې صدر جوبایډن مېکران ته په صدارتي انتخاب کې د ټوېټر دلارې مبارکي ورکړه او ویې وېل د فرانس صدر سره همکاري به دوامداره ساتي.

د اوکراین صدر ولادومیر زیلینسکي په شمول نورو یورپي مشرانو هم مېکران ته د مبارکۍ پېغامونه ورکړل.

په صدارتي انتخاباتو کې د مېکران او د لپېن دا دویمه مقابله وه. پېنځه کاله مخکې مېکران نوی امیدوار و او د بدلون خبره يې کوله.

مېري لپېن په دریم ځل په صدارتي انتخاباتو کې برخه اخیستله. د وي او ای د رپورټ ترمخه په خپل دریځ کې نرمي کړی و او د مسلمانانو په حجاب د بندیز د غوښتنې نه هم په شا شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG