لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ضیاالدين سره ېو ماښامې


ضیا زما د ویرې په سوچ نا دخپل پوخ، درون قد په لوړه ژۍ ولاړ دی – ساده خوږسړی دی، دروند خوېي کوي
ضیا زما د ویرې په سوچ نا دخپل پوخ، درون قد په لوړه ژۍ ولاړ دی – ساده خوږسړی دی، دروند خوېي کوي

زیاتره ملگري په پاکستان کې د پښتنو د روڼ سبا په اړه اندښېمن وو. د ضیاالدين یوسفزي په خیال اوس وخت راغلې چې تش په فکر منده کیدلو وخت تیر نه کړې شي - او هر تن خپل کره رول ولوبوي- جهانزیب خان صیب او احمد شاه صیب هم د ضیا په خبره هو وئیل. د امریکې سر ښار واشنگټن کې د یو دردمنده پښتون ملگري په کور کې د راغونډو شوو د سوچ د خاوندانو دغه غونډه تر څلورو ساعتونو پورې روانه وه-

ضیاالدين یوسفزئ بختور دی چې د نوبل امن جائزه گټونکې ملاله یوسفزئ پلار دی خو زما په خیال دا دملاله هم خوش بختي ده چې د ضيا لور ده – گني هسې خو هره پښتنه پیغله په خپل ځایی یوه ملاله ده - مگر دا خو دا د "غیرت"او د "رواج" په تور کوهي کې ناست پلاران دي چې د خپلو لوڼو وزرې پرېکوي –

ددغه غونډې نه درې واره مخکې هم- ما ضیا لیدلې ؤ- او یوه مې ورسره په 2010 کې د واشنگټن په ډیوه سټوډیو کې د گېنټې مرکه کړې وه - خو داځل چې زه د یو څو محدوده ملگرو دغه غونډې ته وبلل شوم نو لږ شان پښه نیولې لاړم. په زړه کې مې ویره وه چې وس خو ضیا یو نړیواله معتبره شخصیت دی - د ملگرو ملتونود مشر بانکي مون نه واخله ترد نړۍ د مهمو مشرانو سره یی لیده کاته دي او د سي این این نه واخله تر د نیویارک ټائمز پورې د نړيواله د نشریاتي ادارو سره مرکې کوي هسی نه زه ترې هېر ېم. خو ضیا زما د ویرې په سوچ نا دخپل پوخ، درون قد په لوړه ژۍ ولاړ دی – ساده خوږسړی دی، دروند خوېي کوي او غوڅې سکوټې رڼې رڼې خبرې کوي، په منطقي لاره د تگ مسافر دی او د پښتنو خواخوږې دی-

زړه مې غواړي د دغه غونډې دهرې خبرې نه تاسو خبر کړم- خو زه اکثره وينم چې په سوشل میډیا د ملاله په خپل وطن کې او د قام خلقو له دکار په حقله تپوسونه کېږي نو هغه خبرې به وليکم چې د پښتنو او سيمې په حقله شوي وې-

ضیاء دا وخت په ملاکنډ سوات کې د ملاله نړيواله فنډ او دهغې د زاتي انعامونو ډیرې روپۍ په گڼو پروژو کې لگوي خو په صحت ، لوبو او تعليم یی خا ص توجو ده- احمد شاه صیب د ضیاء دوست د گلوبل پيس کونسل صدر او دسوات قامي جرگې ویاند دي- شاه صیب راته په سوات کې په سیدو سرکاري هسپتال کې د مرستو نه وروستو دهسپتال مشر د غبرگون په حقله اوویل چې وایي، لیبارټري یی اوس په صحي معنو کې جوړه شوه – ددی نه علاوه په سوات کې د خپل کور ماډل سکول لپاره د 25 یتيمانو هلکانو جينکو هر کال تر لسمه پورې زدکړې ملاله فنډ په خپل سر اخستي- او ضیاء وئیل چې دا کړۍ به تل تر تله روانه وي- هر کال به نوي 25 ماشومان لسم پاس کوي- بیا په مختلفو علاقو کې د جينکو پينځه مډل سکولونه او په شانگله کې یو داسې سکول چې تر دولسم پورې به پکې پېغلې دنړيواله معیار زدکړې کوي د خوراک، کتابونو اود رهائیش بندوبست به هم د سکول وي –

زما ددغه کروړونو روپو د ډیرو زبردستو پروژو نه علاوه هغه خبره ډیره خوښه شوه چې جهانزیب خان وکړه – جهانزیب په کینیډا کې د کنفلیکټ مېنېجمېنټ میډي ایشن او پارټنرشپ بیلډينگ همکار ، د ملاله فنډ مشر صلاح کار او په کینیډا کې د گلوبل پيس کونسل مشر دی - هغه وئیل د ملاله فنډ اصل منصوبه خو داده چې داسې کره انسانان تیار کړې شي چې هغه خپل حقونه وپېژني او د ‏رڼا په لاره سفر شورو کړي- او بیا د خپلو خلقو داسې کره خدمت وکړي چې د ټولنې هر تن خپله نمایندگي او خبره په خپله کولې شي او څوک یی په مفروضو او داستانونو خطا کولې نه شي –

زما یقين دی چې دغه منصوبې کامیابه شي نو بیا به څوک پلار د خپلې لور وزر نه پریکوي. او د تیارو طرفداران به بیا د غیرت او ايمان په نوم د چا استحصال نه شي کولې- ضیا وئيل د خطا کړې شوو خلقو د شکونو او وسوسو لرې کولو ځواب به وخت په خپله ورکوي- او بیا به هر پلار ملاله خپله لور گڼي او هره پښتنه به ځان ملاله گڼي. زما یقين دی دغه وخت لرې نه دی-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG