لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله پاکستان ته سفر او په ټوېټر د ښځو غبرګون


د سوات ملاله یوسفزۍ پېنځه کاله وروستو پاکستان ته په رسیدو که یو خوا ددغه هیواد وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول د یو شمیر سیاسي ګوندونو مشرانو هغې ته هرکلی کړی په ټولنیزه رسنیو یو شمیر ښځو ملاله ته تود هرکلی ویلی.

د پاکستان د ټي وي او فلمونو پېژندلې او سترې هنرمندې ماهره خان په ټویټر د ملاله یوسفزی وطن ته په راتګ خوشحالي څرګند کړی او لیکي: بچۍ کور ته پخیر راغلی.

د مدیحه عباس نقوي په نامه یوې بلې میرمن په خپل ټویټ کې د ملاله یوسفزۍ او د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمې بینظیربټو پاکستان ته د بیرته راتګ د وخت یو شریک عکس ټویټ کړی.

د برتانېې د خارجه دفتر لخوا د ښځو د حقونو لپاره ټاکل شوې خصوصي استاذې جوانا روپر د ملاله یوسفزۍ پاکستان ته په رسیدو او د هغې سره د لیدو وروسته په خپل ټويټ کې لیکلي: ٫٫ نن د ملاله سره په لیدو ډیره خوشحاله شوم چې هغه بیرته خپل وطن ته راغله.٬٬ جوانا لیکي چې د ۱۲ کالو پورې د معیاري تعلیم غوښتنه یو قوي او غټ پیغام دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړې میرمن شیرن مزاري د ملاله یوسفزۍ پاکستان ته په راتګ خپله خوشحالي داسې څرګند کړې: ٫٫ ډیره خوشحاله یم چې د جذباتو ډکه او په ځان باور لرونکې ملاله یوسفزۍ بیرته پاکستان ته راغله.٬٬ په دغه ټویټ کې شیرن مزاري لیکلي ملاله دویمه پاکستانۍ ده چې د سولې نوبل جاېزه يې ګټلې. د بده مرغه لومړی مونږ رد کړی، راځۍ چې ملاله خپله کړو.

د ښځو او جېنکو د حقونو لپاره کارکونکې نړیوالې ادارې (دي نیو اېجنډا) مشرې اېمي سېسکنډ په خپل ټوېټر د ملاله په اړه لیکلي: ٫٫ دا پېغله ډیره هڅونکې او حوصله ورکونکې ده.

د پاکستان سند ایالت نه په نژدیو ورځو کې د سېنټ لپاره ټکل شوې د لږکیو لومړۍ غړې کرش کماري هم د ملاله یوسفزۍ پاکستان ته راتګ باندې خوشحالي څرګند کړې په خپل ټوېټ کې يې لیکلي:٫٫ هره پاکستانۍ ښځه او جېنۍ دې د ملالې د کوششونو نه زده کړه وکړي.٬٬

د رابعه محمود په نامه یوې بلې میرمن خپله خوشحالي څه په دې ټکو شریکه کړې: ٫٫ زمونږ جېنۍ کور ته پخیر راغلی.٬٬

د نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ نژدې پېنځه کاله وروستو سره د خپلې کورنۍ تیره شپه اسلام اباد ته رسیدلی ته د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په ګډون سیاسي فعالینو، ښځو او د مدني ټولنو غړو هیواد ته په ستنیدو هرکلی کړی.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ملاله یوسفزۍ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ملاقات هم شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG