لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین د پنجاب پولیسو ته: زه در روان یم


Manzoor Pashtin
Manzoor Pashtin

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پشتین په لاهور کې د پولیسو لخوا د غورځنګ د یو شمیر مشرانو د نیولو سمدستي وروستو د پنجاب پولیسو ته ویلي سبا لاهور ته د جلسې لپاره در روان یم.

په فیس بک نیغ په نیغه یا لاېو په خپله وینا کې د غورځنګ مشر منظور پشتین ویلي سبا به په هر حال کې د لاهور په موچي ګیټ کې جلسه کوي او زیاته کړې يې ده د حکومت لخوا زمونږ سره شوې جرګې او منل شوې خبرې اوس ختمې دي، ځکه د پنجاب پولیسو زمونږ د پرامنه غورځنک یو شمیر مشران ونیول.

په پښتو او اردو ژبه کې په خپل پیغام کې منظور پشتین په عامو خلکو غږ کړی چې څوک هم لاهور ته رسیدی شي ځانونه دې ورسوي، خو که څوک لاهور ته نه شي رسیدلی نو ٫٫ د سپین او تور بیرغ٬٬ لاندې دې د پاکستان په ټولو ښارونو او په ګرده نړۍ کې د پاکستان سفارتخانو وړاندې خپل پرامنه احتجاج د انسانیت لپاره ریکارډ کړي.

په لاهور کې د پولیسو لخوا د غورځنګ د مشرانو د نیولو په اړه منظور پشتین وویل: ٫٫ دا د پاکستان د حکومت لار ده، دوي (د پاکستان حکومت) ښکاره کړه چې دوي په کومه لار روان دي. خو مونږ به خپله (پرامنه) لار نه پریږدو.٬٬

منظور پشتین ویلی په مونږ هر وخت تشدد شوی، په پاکستاني میډیا مونږ ته ځاې نه دی راکړی شوی،خو مونږ به د پرامنه جلسو په لار خپل پیغام اولس او ګردې نړۍ ته هم دغه شانښایو.٬٬

د پاکستان بهر او په نړیوالو مطبوعاتو کې د غورځنګ په اړه د خبرونو راتلو په حقله منظور پشتین په اشاره کې په پښتنو غږ وکړو: ٫٫ د نړۍ هر اخبار اوس د پښتنو خبر ته ځايې ورکوي او غږ يې اوري. ٬٬

په دغه وینا کې منظورپشتین بیا بیا په خپلو پلویانو غږ وکړو چې که حالات هر څنګه وي پرامنه به وسیږۍ.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر ویلی: ٫٫ مونږ خپلې فیصلې نه شو بدلولی، دوي (حکومت) دې په خپلو فیصلو غور وکړي او بدلې دې کړي ځکه مونږ نور ظلم نه شو زغملی. ٬،

په پاکستان کې ځېنو خلکو لخوا په دغه غورځنګ د نیوکو په ځواب کې منظور پشتین ویلي د پاکستان د اېين ۱۹ ماده د پرامنه خبرو او احتجاج حق ورکوي خو دوي (حکومت او اسټبلشمنټ) اېین نه مني. د دستور شپږمه ماده یا ارټیکل وايي څوک چې اېین مات کړي هغه غدار وي.

په خپله وینا کې بیا منظور پشتین تپوس کوي ايا دوي د ارټیکل ۱۹ سرغړونه نه کوي؟

د ۱۴ مېنټو يا دقیقو په دغه نیغ په نیغه وینا کې منظور پشتین په خپلو پلویانو غږ وکړو د لاهور په لور راوان شئ، که په لاره ونیول شوۍ نو د پنجاب د هغه جیلونو ننداره به هم وکړۍپه کومو کې چې بې ګناه پښتانه بندي ساتل شوي.

د خپلې وینا په اخېره کې منظور پشتین د پنجاب پولیسو ته په اردو ژبه کې په مسکي انداز ویلي: ٫٫ پنجاب پولیس میں آرها هوں. ٬٬که مې نیولی شۍ نو وه مې نيسۍ ، کنه سبا بیا موچې ګیټ ته راځۍ هلته به ملاقات کوو.

  • 16x9 Image

    عدنان رشید

    عدنان رشید په واشنګټن کې د وي او اې ډیوه سره د ملټي میډیا خبریال دې. د کال ۲۰۰۵م راهسې پاکستاني او د نړیوال مطبوعاتو سره د خبریالې تجره لري، او په دغه لړ کې یې دویچه ویله اکیډمي جرمني، انټرنیشنل سنټر فار جرنلسټ  او د وتلي خبریال ډینیل پرل جایزې یې هم ګټلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG