لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۸م مارچ د ښځو ورځ: د بشرا ګوهر ژوند او سیاسي سفر


Bushra Gohar
Bushra Gohar

د مارچ په ۸مه نېټه د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت د پیژندلې پښتنو ښځې د پېژندګلو په لړ کې نن د پښتنې فعالې، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې او سیاستمدارې بشرا ګوهر ژوند حال.

بشرا ګوهر په کال ١٩٦١م کې د صوابۍ په جهنډې کلي کې پېدا شوې خو د کار روزګار په سلسله کې يې پلار د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې وو نو لومړۍ زده کړې يې هم هلته ترلاسه کړې. خو بشرا ګوهر د لسم نه څوارلسمه نورې زده کړې بیا په پېښور کې پوره کړې او وروستو د لوړو زده کړو لپاره امریکا ته لاړه. په امریکا کې د سبق او اعلا زده کړو یا ېې پي ایچ ډي په وخت د بشرا ګوهر دووه خوېندې د یو هوايي جهاز په پېښه کې ژوند د لاسه ورکړو او نوموړې د خپل خویندو د ماشومانو لپاره خپلې زده کړې پرېښودې.

په پېنځه خویندو او یو کشر ورور کې په په پېنځم نمبر پېدا شوې بشراگوهر وي او ای ډیوه ته وايي په پیدایش ېې کور کې خوشالي نه وه ځکه چې مور پلار ېې د یو ځوي ارمان وو نو د پېداېش وروستو يې چا مور پلار ته وویلي وو چې نامه يې بشرا ګیږدۍ، نو کیدی شي ورپسی مو ځوی وشي، ځکه چې د بشری معنی د خوش خبری دی.

بشری وايي په وړوکوالي ډیره ورانه وه خو په سبق کې ښه وه، خو ضدي هم ډیره وه. او یو ځل به ېې چې د یو کار کولو فیصله وکړه نو بیا به تری په هېڅ صورت نه په شاه کیدله. او کله چې به یې یو کارنه کول غوښتل نو بیا به ېې په هېڅ صورت کې نه کوو. بشری ګوهروایي ملگري ېې ډیر نه شته خو چې کوم ېې جوړ کړی هغه ېې ډیر ښه ملگري دي.

سیاست ته راتګ

د سیاست مېدان ته راتگ په اړه مېرمنبشری گوهر وايي د کالج په وخت کې د پي ایس اېف (پښتون سټوډنټس فیډریشن) غړي وه او په سیاسي هلو ځلو کې فعاله وه. په دغه وخت کې ېې په انتخاباتو کې هم برخه اخستی وه. خو سیاسي گوند کې ډیره وروسته شامله شوه.

د پاکستان په سیاسي‌ مېدان کې د پاکستان پخواني پوځي ډکټېټر جنرالضیا الحق وخت د سیاسي مشرانواو ګوندونو لپاره تر ټولو زیات بد اوخراب وخت بلي. خوبشرا ګوهر په هغهوخت کې هم دې د یوې طالبعلمې په هیڅخپلی سیاسي هلې ځلې جاري ساتلې وې. د سیاست لپاره په دغه سختو ورځو کې د کالج نه تازه راوتلی وه او د امن لپاره یې د یوې جلسې مشري هم کړې وه.

بشرا ګوهر
بشرا ګوهر

د پاکستاني سیاست په اړه د یوې پښتنې په ځواب کې بشرا ګوهر وايي: ٫٫د پاکستان سیاست کې تشدد هم ډیر دی، دروغ او تورونه هم ښه ډیر. سیاست ته د راتگ په وخت ښه خبر ووم چې دا یو سخت کار دې او دې هر څه باندی مې ښه سوچ کړی وو او ځان مې ورته ښه تیار کړی وو.٬٬

پښتنې مېرمنې او سیاست:

بشرا ګوهر پښتنو ښځو لپاره سیاست ته راتگ ډیر گران بلي او علت یې د سړو دا سوچ ګڼي چې گني سیاست یواځې د سړو کار دی.‌ د بشری ګوهرترمخه د پښتنو په ټولنه کې ښځی د قبایلیت، ملاییت او د سړو اثر ښکار دي او دغه درې واړه خبرېد ښځو پرضد دي. کله چې په یو سیاسي گوند کې د فیصلو خبره راشي نو ښځینه غړو ته په هغې کې هغه شان ځاېې نه ورکولې کیږي څنگه چې سړو ته ورکولی کیږي. خو بشری وایی چې څومره ډیری ښځی سیاست کې راتلل شروع شي هم دومره به دا مسلی کمیږي.

د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت پښتنو مېرمنو او جینکو ته په خپل پیغام کې بشری گوهر وایي پښتنو مېرمنو او پېغلوته پکار ده خپل ټول پام تعلیمته وګرځوي. د خپل ژوند لپاره لارې جوړې کړي او د برابرۍ حق لپاره هڅې وکړي. نومړې وايي سیاست ته راتګ هم ښځو لپاره ډیر مهم دی ځکه چې څومره ډیرې ښځې سیاست ته راځي نو دومره به حالات ښه کیږي، نه یواځې د ښځو لپاره بلکه دغه به دټولې ټولنی لپاره هم ګټه ولري.

د پښتنې فعالې او سیاستمدارې بشراګوهر سره د هغې د ژوند په اړه دغه خبرې د وي او ای ډیوه ماه وش جلیل کړي. تاسو يې نورې خبرې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:14 0:00
XS
SM
MD
LG