لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۸ مارچ د ښځو ورځ: نړیواله جاېزه ګټونکې شاد بیگم وپېژنئ.


په پاکستان کې د ښځو حقونو لپاره کار کونکی شاد بیگم وايي چې کله ېې دغه سفر پېل کړو نو په سر کې یواځېوه او د ډیرو ستونزو سره مخامخ شوې وه، خو زیاتوي حوصله يې وه نه باېلله او د مستقل مزاجۍ سره یې خپل کار جاري وساتلو. شاد بېګم وايي په ټولنه کې د ښځو په اړه راغلي مثبت بدلون ته نن ډیره خوشحاله ده.

د کوز دیر کلپاڼۍ تالاش سره تعلق لرونکې شاد بیگم وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې وايي مور ېې په سکول کې استاذه وه نو ځکه د تعلیم په اهمیت خبر وه. شاد بیگم د خپلې کورنۍ لومړۍ جینۍ ده چې د یونیورسټۍ پورې يې تعلیم ترلاسه کړی.

Shad Begum
Shad Begum

په کال ۲۰۱۲م کې د بشري حقونو لپاره د خپل کار په سر شاد بیگم ته په امریکا کې د ښځو لپاره تر ټولو ستره جاېزه (وېمن اف کریج) جاېزه ورکړی شوه. شاد بیگم ته دغه ایوارډ د هغه وخت د امریکا صدر بارک اوباما مېرمن مېشل اوباما او د امریکا د خارجه چارو وزیرې هېلري کلنټن په ګډه ورکړی. شاد بېګم دویمه پښتنه ده چې دغه نړیواله جاېزه يې ترلاسه کړې.

په اتم مارچ د ښځو نړیوالې ورځ په مناسبت د وي او ای ډیوه ځانګړې مرکو کې نن د کوز دیر تالاش شاد بیگم د ژوند کیسه هم د هغې د قوله اورو. د شاد بیگم سره دغه خبرې د وي او ای ډیوه ماه وش جلیل کړي. تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:25 0:00
XS
SM
MD
LG