د امريکې د هوايي ریاست په ماوي جزیره کې د ځنګلي اور دلاسه چارواکي وايي د مړه شویو کسانو شمېره ۹۶ ته رسېدلې ده.
د هوايي په ماوي جزیره کې ځنګلي اور د اګست په اتمه نېټه شروع شوی و.
په اور کې ټر ټولو زیات نقصان د لهانیا په تاریخي او سیاحتي ښار کې او چارچاپېرا علاقه کې شوی او قریباً ۸۵۰ هېکټره علاقه يې سوځولې ده.
د ماوي کاونټي چارواکو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل اور وژونکي عملې کوښښونه کوي چې اور بیا زور و نه نېسي.
چارواکو ويلي اور دلاسه د ۹۶ د مړيني تصدیق شوی دی. د جمعې د ورځ پورې اور دلاسه خلکو د مړېنې شمېره ۸۰ ښودل کېده.
د هوايي ګورنر جاش ګرین ویلي په داسې حال کې چې امدادي کارکونکي د اور ځپلو سیمو نورو برخو ته ورسېږي د جاني تلفاتو شمېره نوره هم زیاتېدلی شي.
ګرین وویل په لهانیا کې ار ۲۷۰۰ تعمیرونه تباه کړي دي.
پېسېفېک ډېزاسټر سېنټر او د ماوي کاونټي اېمرجنسي مېنېجمنټ اېجنسي ویلي اور دلاسه ۴۵۰۰ کسان بې کوره شوي دي او سرپناه ته ضرورت لري. د امدادي ادارو د اندازې ترمخه، د بیا رغونې په کار به پېنځه اشاریه پېنځه بېلین ډالر خرچه کېږي.
یادونه: د دې خبر ځينې معلومات د وي او ای او د رپورټ او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum