لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا سمیع الحق حقانیه کې دافغان حکومت او طالبانومنځگړتوب ته تیار دی


په پاکستان کې د طالب پلوه جمعیت علما اسلام د خپلې ډلې مشر مولانا سمیع الحق د افغانستان د عالمانو پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځه مېنځ گړيتوب ته رضا ښودلې ده.

د مذهبي ډلې د بهرنیو چارو مسول او ویاند مولانا سید احمد شاه حقاني د افغانستان د عالمانو او مولانا سمیع الحق ترمنځه د لیدنې په اړه وي او ای ډیوه ته اوویل:

مولانا سمیع الحق افغان پلاوي ته وړاندیز کړی چې د افغان حکومت او طالبانو استاذي دده په کور یا حقانیه مدرسه اکوړه خټک کې خبرې اترې کولې شي.

مولانا سید احمد شاه حقاني وايي دې خپله هم په دغه غونډه کې ناست وو.

هغه زیاته کړه چې مولانا سمیع الحق د منځگړتوب د بلنې قبلولو وروسته افغان پلاوي ته وویل چې زر به د افغان طالبانو سره رابطه اوکړي او دوي به ددغې پېغام نه خبر کړي.

د خېبرپښتونخوا اکوړه خټک کې حقانیه مدرسه د لسیزو راهیسې دافغانستان او پاکستان د طالبانو د مذهبي زدکړو مرکز گڼل کېږي. په غربي مېډیا کې ځنې وخت حقانیه مدرسه د ترهگرو جوړولو کارخانه ویل او د مدرسې مشر مهتمم سمیع الحق د طالبانو پلار ویل کېږي.

مولانا حقاني ډیوه ته منلې ده چې د افغان طالبانو او مولانا سمیع الحق ترمنځه په الېکټرانیکي لاور وخت په وخت رابطې کېږي.

د افغانستان د عالمانو پلاوي پاکستان کې د بېلا بېلو مکتبه فکر عالمانو سره هم لیدلي دي او ورسره ېی د افغان جگړې د حل په سر مشورې کړي دي.

افغان طالبانو دغه افغان عالمانو ته گواښ کړې وو چې د طالبانو په ضد دې د څه فتوې ورکولو نه ډډه اوکړي.

ددغه پرمختیاوو ترڅنگ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو په واشنگټن کې د شورو یا چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د ملاقات په وخت ویلي،

" د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګ شوی او طالبان باید له دغه بهیر څخه ګټه واخلي".

افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم پولېنډ کې څو ورځې وړاندې د ناټو د پوځي کمېشن د غونډې په وخت ویلي وو،

"طالبان دې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته نه په طمعه کیږی بلکې دسولې خبرو ته دې کښېني او دا چې د شخړې دهواری تر ټولو اسانه اؤ غوره لاره داده چې حکومت او طالبان دې د سولې خبرې پیل کړي.

د سویلي ایشیاء دپاره دامریکا دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس ویلز هم تېره اووهنۍ یو نړیوالې خبري ادارې ته یوځل بیا د امریکا دا دریځ تکرار کړی ووچې

"پاکستان کې تر اوسه ترهګر خپلې خوندي ځالې لري اؤ دغه ترهګر افغانستان کې په امریکایي ځواکونو بریدونه کوي ځکه نو پاکستان کې د ترهګرو د خوندي ځالو له مینځه وړل ضروري دي"

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG