لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعاتي رپورټونه: د اوکراین په ښارونو روسي بریدونه زیات شوي



د اوکراین د اوور وژنې ادارې چارواکو ویلي چې د روس په میزایل حمله کې په خارکییف کې یوه وداني په میزایل حمله کې په هدف شوې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي او یو شمیر نور یې ژغورلی دي
د اوکراین د اوور وژنې ادارې چارواکو ویلي چې د روس په میزایل حمله کې په خارکییف کې یوه وداني په میزایل حمله کې په هدف شوې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي او یو شمیر نور یې ژغورلی دي

روس د اوکراین په مختلفو ښارونو بریدونو ته زور ورکړی او د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د جنګ په اوومه ورځ روس د اوکراین په سویلي ښار خېرسن د قبضې دعوه کړې ده خو د اوکراین چارواکو د روسي دعوې په اړه څه نه دي ویلی.

د برتانيي په یو استخباراتي رپورټ کې د روسي دعوې نه وړاندې ویلی شوي وو چې روسي ځواکونه د خېرسن مرکز ته ورننوتي او محدوده لاس ته راوړنې یې کړي دي.

په رپورټ کې ویل شوي روسي ټینکونه او جنګي الوتکې په خارکییف، میريپول او چېرنیو ښارونو باندې پرله پسې بریدونه کوي.

د شورو چارشنبې په ورځ د اوکراین چارواکو ویلي چې روسي پوځونو ددغه هېواد په دویم لوی ښار خارکببف باندې بریدونو ته دوام ورکړی او په سرښار کییف هم بریدونه کوي.

د اوکراین د اوور وژنې ادارې چارواکو ویلي چې د روس په میزایل حمله کې په خارکییف کې یوه وداني په میزایل حمله کې په هدف شوې چې پکې لږ تر لږه څلور کسان مړه او نهه نور ژوبل شوي او یو شمیر نور یې ژغورلی دي.

د اوکراین خارجه وزارت یوه وډیو خپره کړې ده چې د ښځو د صحت یو تباه کړی شوې مرکز ښودلی کېږي چې د وداني یې د برید له وجې ټوټې شوې ده.

د امریکا ځواکونه د نیټو هېوادونو د ځواکونو د مرستې او تربیت د پاره د جرمني نیومبرګ سیمې ته رسیدلی دي خو صدر جو بایډن د کانګرس شریکې غونډې ته ویلي امریکا اوکراین ته ځواکونه د جنګ د پاره نه لېږي.

د کریملن ترجمان دیمتري پیسکاو د شورو چارشنبې په ورځ مطبوعاتو ته ویلي دي چې نن به د روس او اوکریني چارواکو ترمنځه د خبرو اترو دویم پړاو کېږي خو د ځای په حقله یې څه نه دي ویلی.

د تېر ګل دوشنبې په ورځ هم په بیلا روس هېواد په سرحدي سیمه کې د دواړو هېوادونو چارواکو خبرې اترې کړی وې چې پکې اوکریني چارواکو د روس نه د فوري ډزبندی غوښتنه کړی وه خو روس ورته څه ځواب نه دی ویلی.

د کریملن ترجمان مطبوعاتو ته منلې ده چې د غربي نړی د بندېزونو له وجې یې اقتصاد ګزار خوړلی خو وايي داسې پلانونه لري چې د اثراتو مخه به یې ونیسي.

د فرانس صدارتي ماڼی په ټویټر ویلي چې اروپايي هېوادونو د روس سره د مرستې په ځواب کې په بیلا روس نوي بندېزونه منظوره کړي چې د بیلاروس د لرګي، سټیل او پوټاش صنعت به اغېزمنه کړي.

رایټرز خبري ادارې په یو رپورټ کې ویلي په اوکراین د حملې وروسته د روس کرنسي د ډالر په مقابله کې پریوتې ده او د روس د ونډو بازار نن په دریمه ورځ هم بند پاتې وو. ددې ترڅنګ په مارکیټ کې د روس په لکهونو ډالره هم ډوبې شوي دي.


  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG