لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منځګړو په اسرايل او حماس غږ کړی د سولې تړون ته دې حتمي شکل ورکړي


د غزې د جګړې منځګړو د خالي/ شنبې په ورځ په اسرايل او حماس غږ کړی د امریکې د صدر جوبايډن لخوا وړاندې شوي د خبرو تړون ته دې حتمي شکل ‏ورکړي.‏

قطر، امریکې او مصر په يو ګډ بيان کې ویلي، "په غزه کې د جنګ بندۍ او يرغمال شوو خوشي کولو دپاره په روانو خبرو کې د مينځګړي په توګه"، دوی ‏په "دواړو حماس او اسرايل غږ کوي چې د تړون اصولو ته حتمي شکل ورکړي"، کوم چې د جمعې په ورځ بايډن وړاندې کړی وو.‏

صدر بايډن ويلي وو، په تړون کې به د شپږو اوونيو جنګ بندي او په جزوي توګه د اسرايل پوځ وتل او د ځينو يرغماليانو خوشي کول شامل وي، او د ‏دايمي دښمنۍ ختمولو دپاره به خبرې کولی شي.‏

خو د اسرايل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ خپل دريځ بيا تکرار کړی او ويلي يې دي د جګړې د ختمولو دپاره یې په شرط کې بدلون ‏نه دی راغلی، "د حماس پوځي او واکمنۍ وړتيا تباه کول، د ټولو يرغماليانو خوشي کول او دا خبره يقيني کول چې غزه بيا د اسرايل دپاره ګواښ ونه ‏ګرځي".‏

د نوموړي د کابينې دوه ښي اړخه غړو، د ملي امنيت وزير ايتامار بن ګوير او د خزانې وزير بېزليل سموټريچ ګواښ کړی، که نېتن ياهو د بايډن وړانديزه ‏سره موافقه وکړه، حکوت به یې وغورځوي.‏

د اپوزيشن مشر يايير لېپيډ په نېتن ياهو غږ کړی چې تړون وکړي او د وزيرانو د ګواښ په اړه یې ويلي، دوی به د وزيراعظم ملاتړ وکړي.‏

هغه په اېکس (پخواني ټويټر) ویلي، "نېتن ياهوته يادګېرنه کوم چې د هغه سره د يرغماليانو د تړون خوندي جال شته".‏

بل لور ته د يرغماليانو کورنيو په اسرايل او حماس په تړون د موافقې فشار راوړی او په تل ابيب کې یې د يرغماليانو ستنولو دپاره لاريون کړی دی.‏ حماس د جمعې په ورځ ويلي ويلي، مثبته او رغنده خبرو ته تيار دی، خو يو مشر یې محمود مرادوي د قطر ټي وي سره په مرکه کې ويلي، تراوسه ورته د ‏خبرو وړانديز نه دی ترلاسه شوی.‏

هغه ويلي، "د قابضه پوځ د ايستلو د غوښتنې منل کېدو پورې د جنګ بندۍ غوښتنه نه شي کیدی".‏

حماس د جنګ بندۍ دپاره د غزې څخه د اسرايل د پوځ په بشپړ ډول ويستلو شرط وړاندې کړی.‏
صدر بايډن بابډن د جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې ويلي وو، د سولي په تجویز کې په وړمبی پړاو کې به مکمله ډزبندي شامله وي. د دې مطلب به دا وي ‏چې اسرایلي ځواکونه به د غزه د ابادۍ د ټولو علاقونه نه وځي، د حماس په ولکه کې د ښځو، زخمیانو، امریکايي شهریانو او د زیات عمر کسانو په شمول ‏ځینې یرغمالان به ازادېږي او په بدل کې به د اسرایل د زندانونو څخه په سلګونو فلسطيني قېدیان ازادېږي.‏

د دې ترڅنګ، د سولې د مجوزه منصوبې ترمخه، اسرایل به غزې ته زیات انساني امداد پرېږدي او د جنګ دلاسه بې کوره شویو فلسطینیانو ته به د غزه د ‏شمالي علاقې په شمولو ټولو سیمو کې د ستنېدو اجازت ورکول کيږي.‏
بایډن زیاته کړه چې د مذاکراتو په مهال به جنګ بندي دوام لري که دا د شپږو هفتو نه زیات وخت هم دوام لري. هغه وویل د امریکې، مصر او د قطر ‏مرکچیان به تر هغې مذاکرات کوي چې ټولې معاهدې ترلاسه شي.‏

په دویم پړاو کې به د حماس په ولکه کې باقي پاتې یرغمالان ازادېږي چې په کې نر اسرایلي عسکر هم شامل دي. ترڅو چې حماس خپل لوظونه پوره کوي، ‏بایډن وویل، اسرایل به په مستقل ډول دښمني ختموي.‏
په دریم او اخري پړاو کې به د غزه د بیا ابادولو منصوبه شروع شي او د حماس په ولکه کې اخيري یرغمالان به ازادېږي.‏

بایډن ويلي وو، د اسرایل ولس باید په دې خبر شي چې دوی خپل امنیت ته د خطر بغیر د امن دا تجویز کولی شي ځکه چې په تېرو اتو میاشتو کې حماس ‏تباه کړی شوی دی.‏

د اې اېف پي ترمخه، په جنوبي غزه کې خلک ويلي، د خالي په ورځ د رفحې ښار په لویديځ کې د ټېنکونو ګوله باري او په مينځنۍ او ختيځه برخه کې یې ‏شيلنګ شوی او خلکو ته بېت حنون پله د وتلو ويل شوي دي.‏
مصر ویلي، د رفح پولې پرانستو دپاره به د اتوار/ يکشنبې په ورځ د اسرايل او امریکايي چارواکو د خبرو کوربه توب کوي.‏

په غزې کې جګړه د حماس د اکتوبر د اوومې له برید وروسته پیل شوې، د اسرایلي شمېرو له مخې دې ډلې شاوخوا 1,200 کسان ووژل او 250 یې یرغمل ‏کړل، په وروستيو اوونيو کې اسرایل ويلي ځواکونو یې ‏‎30,000‎‏ کسان وژلي چې زياتره پکې جنګيالي دي.‏

خو په غزه کې د حماس د روغتیا وزارت ويلي، د اسرایلي پوځ په بریدونو کې ‏‎36,246‎‏ کسان وژل شوي چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي خو دا یې ‏نه دي ویلي چې څومره جنګيالي وژل شوي دي.‏

‏(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي).

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG