وي او ای
د فرانس او قطر په مرسته د لوظنامې وروستو په غزه کې د حماس په ولقه کې ګېر اسرايلي يرغمل شوو تنانو ته دوايانې د شورو په ورځ رسول کيږي.
فرانس ويلي دا دوايانې هغه 45 يرغمل شوو تنانو له لېږل کيږي چې سخت ناروغه دي او دا چې دوايانې د نړيوالې ادارې سور صليب په مرسته رسول کيږي.
قطر ويلي په لوظنامه کې دا شامل دي چې دوايانې او نورې بشري مرستې به په غزه کې عامو فلسطيني وکړو ته هم ورکول کيږي.
حماس په اوم اکتوبر په اسرايل وسلوال بريد کړی و او د اسرايلي شمارو ترمخه يې نزدې 1200 اسرايلي وکړي وژلي وو او نزدې 240 يې د ځان سره تښتولي وو. د دې بريد وروستو اسرايل د حماس د ختمولو د پاره پوځي عمليات پيل کړي دي.
د سلو نه زيات يرغمل شوي اسرايليان په نومبر کې شوې د عارضي ډزبندۍ په موده کې پرېښول شوي وو خو نزدې 130 لا اوس هم په غزه کې د حماس په ولقه کې ګېر ښودل کيږي.
د نهې، سې شنبې په ورځ امريکا ويلي باور لري چې د قطر په مرسته روانې خبرې به په جګړه کې ښکيل اړخونه يوې نوې لوظنامې ته تيار کړي چې د اوربند په بدل کې به يرغمل کسان ازاد کړل شي.
د امريکا د ملي امنيت کونسل وياند جون کيربي په وايټ هاوس کې خبريالانو ته ويلي “زه دلته نور ډېر څه نشم په ډاګه کولی ځکه چې په دې اړه خبرې کوو خو مونږ هيله لرو چې دا به نتيجه ورکړي او نتيجه به ډېر زر ورکړي”.
د شورو په ورځ هم جګړه روانه وه او اسرايل وايي په سويلي غزه کې يې شپږ فلسطيني جنګيالي وژلي چې يو پکې د حماس چارواکی دی او د شکمنو جاسوسانو نه د تحقيقاتو په دنده لګول شوی و.
د غزه د صحت چارواکي وايي تېره ورځ اسرايلي ځواکونو په فلسطيني اېنکليو کې 160 تنه وژلي چې تر اوسه د ټولو وژل شوو فلسطينيانو شمار 24,448 ته رسېدلی چې پکې عام فلسطينيان او د حماس غړي شامل دي.
په رپورټ کې څه معلومات د ای پي، ای ايف پي او رايټرز خبري ادارو نه اخستل شوي.
Forum