لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې د هزاره ټولنې غړو د کابل په تعلیمي مرکز د ځانمرګي حملې په ضد احتجاج کړی


تېره میاشت د کابل په دشت برچي کې په تعلیمي مرکز ځانمرګي حمله کې د 50 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې د هزاره ټولنې جینکۍ زدکونکي دي
تېره میاشت د کابل په دشت برچي کې په تعلیمي مرکز ځانمرګي حمله کې د 50 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې د هزاره ټولنې جینکۍ زدکونکي دي

د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هزاره ټاون کې د هزاره ټولنې ګڼ شمېر کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو په کابل کې په یو تعلیمي مرکز د ځانمرګي حملې په ضد مظاهره وکړه او د دغه برید غندنه یې وکړه.

په احتجاج کې د هزاره ټاون مشرانو، علماو او د مدني ټولنې غړو هم ګډون درلود او پلی کارډونه او بینرونه یې په لاس کې پورته کړې وې چې شعارونه یې په کې لیکل شوي وو چې د دوی د ټولنې د غړو نسل کشي دې بنده کړی شي.

تېره میاشت د کابل په دشت برچي کې په تعلیمي مرکز ځانمرګي حمله کې د 50 نه زیات کسان وژل شوي دي چې زیاتره پکې د هزاره ټولنې جینکۍ زدکونکي دي.

د کوټې په هزاره ټاون کې د کابل د دشت برچي د حملې په ضد د احتجاج کونکو وېنا وه چې د هزاره ټولنې په ضد د ترهګرۍ د حملو مخنیوی دی وشي.

د لاريون برخه والو د هزاره ګانو پر جوماتونو او تعليمي ادارو د بريدونو په ترڅ کې د ترهګرو پر ضد شعارونه ورکول او د کوټې ښار پر بېلابېلو لارو يې لاريون وکړوږ

احتجاجي غونډې ته ويناکونکو د هزاره ګانو په جوماتونو، تعليمي ادارو او نورو ځايونو کې ځانمرګي بريدونه وغندل او دغه عمل يې په افغانستان کې د هزاره ټولنې نسل وژنه وبلله. دوی غوښتنه وکړه، چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه باید دغه ترهګریز عملونه د هزاره ټولنې د نسل وژنې په توګه په رسمیت وپيژني او د هزاره ګانو په ضد دې د دغه ډول غیر انساني او وحشیانه عمل د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

د احتجاج مشرانو د متحده ملتونو او د بشري حقونو له ټولو نړیوالو سازمانونو وغوښتل، چې پر افغان طالبانو فشار واچوی چې د هغو ترهګرو پر وړاندې جدي اقدام وکړي، چې په دې غیر انساني کړنو کې لاس لري.

د هزاره ټولنې غړي چې ګڼ شمېر پکې شیعه مسلمانان دي په بلوچستان کې پې هم وخت په وخت ځانمرګي بریدونه، بمی چاودنې او هدفی وژني تر سره کېږي.

داعش وسله والې ډلې د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.

حکومتي چارواکي وايي وايي چې د پخوا په پرتله اوس د نا امنۍ دغه ډول پیښې کمی شوې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG